1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان ـ د مذهب پالو په احتجاج کې مرګژوبله اوښتې

۱۳۹۶ آذر ۵, یکشنبه

د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د تندلارو مذهب پالو په احتجاجونو کې مرګژوبله اوښتې ده. دغه کسان پر حکومت باندې تور لګوي چې مقدساتو ته يې توهين کړی دی. اوس پوځ د هغوی په وړاندې اقدام کوي.

https://p.dw.com/p/2oHhh
Pakistan Proteste
انځور: picture-alliance/abaca

د پاکستاني امنيتي ځواکونو او مذهب پالو مظاهره چيانو تر منځ په نښتو کې د دغه هېواد په پلازمېنه کې لږ تر لږه شپږ انسانان وژل شوي دي. د حکومت يوې کارکوونکې، ديبا شهناز، وويل چې ټول وژل شوي کسان لاريون کوونکي دي.

سربېره پر دې څه باندې ۲۰۰ کسان ژوبل شوي هم دي. دغو تقريبا دوه زرو تنو اسلامپالو لاريون کوونکو د پلازمېنې يو عمومي سړک د دوو اونيو راهيسې تړلی وو. چارواکو ډېر انتظار وايست او په اقدام يې لاس پورې نه کړ ځکه چې له تاوتريخوالي څخه يې اندېښنه لرله. خو د ترافيکو پر مخ د دوامدارې ګډوډۍ له کبله پر چارواکو باندې فشار ډېر شوی وو. وروسته له هغه چې په تکرار سره د سيمې د خالي کولو ضرب الاجلونه پای ته رسېدلي وو، د پاکستان سترې محکمې يا سوپريم کورټ پوليس په ماموريت وګومارل.

د محکمې استدلال دا و چې د يوه مهم څلور لاري تړل کېدل يو «تروريستي عمل» دی. په زرګونو امنيتي ځواکونو په دې پسې د شنبې په ورځ کوښښ وکړ چې د سهار په موده جدي اقدام وکړي. خو مظاهره چيانو تيږې وار کړې او موټرو او ټايرونو ته يې اور ورته کړ. تقريبا ۸ زرو پوليسو او دولتي مليشو له اوبو شيندونکو، اوښکي بهونکي ګاز او ربړي مرميو څخه کار واخيست څو مظاهره چيان سره وپاشي. په دې ترڅ کې اوس احتجاجونه په پراخېدو دي، چې د لويو ښارونو لکه لاهور او کراچۍ په شمول د هېواد نورو وړو ښارونو ته هم ښايي وغځول شي.

د پاکستان حکومت له پوځ څخه د مرستې هيله وکړه وروسته له هغه چې لومړنۍ هڅې ناکامه شوې وې. حکومت پر امنيتي ځواکونو باندې غږ کړی دی چې له ډېر احتياط څخه دې کار واخلي. په پاکستان کې مذهب پال ډېر قدرت لري. د پوليسو له خوا د عملياتو په نتيجه کې نورو مظاهره چيانو هم اسلام آباد ته مخه وکړه.

صدراعظم، شاهد خاقان عباسي، له دې کبله د تلويزيوني چېنلونو ټولې ژوندۍ خپرونې بندې کړې. ټولنيزو رسنيو لکه تويتر ته لاسرسی هم محدود کړل شو.  امنيتي ځواکونو وويل چې له پوليسو وروسته اوس پوځ هم د احتجاجونو په بندولو کې مرسته کوي. خو دا چې څومره عکسر اوس پلازمېنې ته ورغلي دي، تر اوسه پورې نامعلومه ده. د يوه ملکي حکومت له خوا د پوځ استعمال ناندرئيزه موضوع ده ځکه چې پوځ په دغه هېواد کې د لسيزو راهيسې حاکم و چې د ځينو څارونکو په نظر يې ضعيف دموکراتيک جوړښتونه لا پسې کمزوري کړي دی.

د نومبر له اتمې څخه د «تحريک لبيک يا رسول الله» د غورځنګ تقريبا ۱۵۰۰ پلويانو د لارو په تړلو سره هڅه کړې وه چې د عدليې يا قانون وزير، زاهد حامد، برطرفه کړي. هغوی په ده باندې مقدساتو ته د توهين تور لګوي. نوموړي د لوړې يا سوګند په هغه متن کې تغيير راوستی و چې انتخاباتو ته ولاړ کسان يې بايد ياد کړي. د مذهب پالو د څرګندونو په حواله د دغه کار هدف دا دی چې د احمديانو ډلې ته په انتخاباتو کې ونډې اجازه ورکړل شي. هغه داسې يوه مذهبي ډله ده چې له ډېرې مودې راهيسې تعقيبږي.

احمديان په پاکستان کې د مسلمانانو په صفت په رسميت نه پېژندل کيږي. د لوړې يا سوګند په متن کې تغييرات ډېر ژر بېرته واخيستل شول خو مظاهرو دوام پيدا کړ. منتقدين دې ته ګوته نيسي چې د حکومت له خوا آرام پاته کېدل ښايي د دې نتيجه لرلې وي چې يوه وړه شخړه اوس په يو خطرناک حالت بدليږي.