1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پاکستان دي د ترهگري پرضد نور اقدامات هم وکړي»

آژانسونه/ خ.ح۱۳۹۵ شهریور ۱۰, چهارشنبه

په داسې حال کښې چې د هندوستان او پاکستان ترمنځ د کشمیر پر سر اړیکی ترینګلي شوي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، جان کيري وايي پاکستان باید د هغو ډلو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي چې له ترهګرو ډلو سره اړیکې لري.

https://p.dw.com/p/1JswD
انځور: picture-alliance/dpa/H. Tyagi

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، جان کيري ویلي دي چې پاکستان په وروستیو میاشتو کښې د ترهګرو پر وړاندې جګړه کښې پرمختګ کړی. په داسې حال کښې چې د کشمیر د مسلې پر سر د هندوستان او پاکستان ترمنځ کړکیچ مخ پر ډیریدو دی،جان کيري له اسلام اباد څخه وغوښتل چې د دې هیواد په پولو کښې د ترهګرو پر وړاندې نور اقدامات هم وکړي.

جان کيري په هند کښې د چهار شنبې په ورځ وویل چې «دا څرګنده ده چې پاکستان باید د ترهګرو ډلو پر وړاندې په مبارزه کښې نور کار هم وکړي.»

کيري وویل چې امریکا متحدو ایالاتو اسلام اباد ته دا واضح کړې ده چې دوی باید لشکر طیبه او حقانې شبکې چې له طالبانو سره هم اړیکې لري او په پاکستان کښې میشت دي، نور اقدامات هم وکړي. هغه وویل چې دغه دواړي ډلې په هندوستان او افغانستان کښې د بریدونو په ترسره کولو تورني دي.

کيري همدا راز ویلي دي چې «پاکستان هم په خپل هیواد کښې له ترهګرۍ ډیر زیان لیدلی او موږ ټول باید یو بل ته لاس ورکړو او په دې هم وپوهیږو چې قدم په قدم کار کول مشکل کار دی.

پرته له دې چې اشاره ورته وکړي، کيري وویل چې زه په دې باور یم چې پاکستان په دې هکله په وروستیو میاشتو کښې څه نا څه پرمختګ کړی او دوی په چټک پر مخ ځي.

د امریکا متحد ایالات د پاکستان استخباراتي اداره یا ای اس ای د حقاني شبکې په ملاتړ تورنوي او وايي چې دوی له دې شبکې څخه په افغانستان کښې د هندوستان د مخ پر ډیریدونکي اغیز د مخنیوي له پاره کار اخلي. پاکستان دا تور ردوي.

د پاکستان ځواکونو په نا ارامه شمالي وزیرستان کښې نظامي عملیات په لاره واچول او ویل کیدل چې دغه سیمه د حقاني شبکې له مهمو پټنځایونو څه ګڼل کیدو.

هغه د سه شنبې په ورځ په نوي ډهلي کښې وویل چې پاکستان باید له خپلو ګاونډیو هیوادونو سره د ترهګرۍ پر وړاندي مبارزه کښې لاس یو کړي.

کيري همدا راز زیاته کړه چې اسلام اباد باید په راتلونکې میاشت کښې د هندوستان، امریکا او افغانستان ترمنځ د امریکا په نیویارک ښار کښې د درې اړخیزې غونډي له امله د یوازیتوب احساس و نه کړي.

په وروستي ځل په ۲۰۱۳م کښې ورته درې اړخیزه ناسته د دغو درو هیوادونو ترمنځ شوې وه.