پاکستان د ګورنر د وژلو په جرم یو تن اعدام کړ
۱۳۹۴ اسفند ۱۰, دوشنبهممتاز قادري په ۲۰۱۱م کال کې د پنجاب پخوانی لیبرال ګورنر سلیم تاثیر، وواژه. هغه د دوشنبې په ورځ سهار وختي د راول پنډۍ په زندان کې اعدام شو. سیمه ایزو چارواکو دغه اعدام تائید کړی دی.
د دوشنبې په ورځ وختي د قادرې د کور مخي ته ډېر امنیتی ځواکونه ولاړ ول. هغوی سړک بند کړی وو او خلکو ته یې د تلو اجازه نه ورکوله.
د کفر گويي موضوع په پاکستان کې ډیره حساسه ده. قادري د ډېرو پاکستانیانو له خوا یو اتل بلل شوی وو، ځکه ده د هغوی په اند د کفر ګويي ضد قانون د نرمیدو مخه نیولې وه.
قادري، تاثیر د اسلام آباد په یوه مارکیت کې د ورځې په رڼا کې ۲۸ وارې وویشت. هغه وروسته دغه وژنه ومنله او روښانه یې کړه چې د تاثیر له خوا د قانون له نرمیدو سره موافق نه وو.
د اروپایي هیوادونو په ګډون د پاکستان د دې قانون منتقدین وایي چې اسلام آباد د کفر ګويي ضد قانون څخه ناوړه استفاده کوي او همدا اوس په سونو کسان د ناسمه تورونو په پایله کې په زندانونو کې دي.
د قادري وکیلانو په محکمه کې استدلال وکړ چې هغه دا کار د اسلامي قوانینو له مخې کړی دی، خو محکمې د هغوی استدلال رد کړ. قادري تیر کال د پاکستان ستري محکمې ته د خپلې عریضې د وړاندي کولو غوښتنه کړې وه، خو د هغه دغه غوښتنه هم رد شوه.