پاکستان: د پولي د کړکيچ په سر خبري وشوي
۱۳۹۰ تیر ۱۷, جمعهد پاکستان د پوځ له خوا د غونډي تر ختميدو وروسته په يوه وينا پاڼه کي راغلي:« په غونډه کي د نړيوالي پولي د سپڅلتيا د خونديتوب لپاره هر اړخيزه خبري وشوي.»
په وینا پاڼه کی یادونه شوی چی « د پاکستان پوځ وړاندیز کړی ترخو له ټولو افغان ځواکونو سره د تماس نیولو لپاره دی یوه مرجع وټاکله شی.»
همدا راز پاکستان په دوامداره توګه د دواړو هيوادونو د پولي د قوماندانو تر منځ د غونډو وړانديز هم کړي دي. او دغه شان د پولي دواړو غاړو ته د کليو د مشرانو د خپلمنځي اړیکو د ټینګولو غوښتنه هم شوی ده.
په تازه پيښو کي پاکستان تيره ورځ ويلي وو چي د افغانستان له لوري طالب اورپکي پاکستان ته ورننوتی ، د دوي پر يو پوسته يي بريد کړي چي په پايله کي يي يو سرتيري وژل شوي دي.
تيره اوني په کابل کي شاوخوا ۲۰۰ تنو د پاکستان له لوري د راکټي بريدونو پر ضد لاريون تر سره کړي وو. د چارواکو په وينا دغه بريدونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله رامنځ ته کړي ده. د افغانستان دولت د ډير وخت راهيسي په دي اړه شکايت کوي چي پاکستان ميشت طالبان د دوي په خاوره بريدونه تر سره کوي.
د پولي دواړو غاړو کي د طالبانو سنګرونه وجود لری. خو د امريکا متحده ايالات او افغانستان له پاکستان څخه غواړي چي په قبايلي سيمو کي د طالبانو د پټنځايونو له منځه وړلو لپاره کوټلي ګامونه اوچت کړي.
افغان ولسمشر حامد کرزي پاکستان ته په نږدي وخت کي د سفر په ترڅ کي د پاکستان پوځ د لويي درستيز اشفق کياني څخه په کلکه غوښتي وو، چي دغه ړندونو بريدونو ته د پاي ټکي کيږدي.
اژانسونه/ سيد رياض
کتونکي: عبدالباري حکيم