1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د مودي خبري د خفگان وړ دي

۱۳۹۵ مهر ۵, دوشنبه

نریندرا مودي، د هند په جنوب کې یوې ستري غونډي ته په وینا کې ویلي دي چې هندوستان او پاکستان دواړو په یو وخت کې خپلواکي اخیستي، خو هندوستان نړۍ ته ټکنالوژي او پاکستان بیا ترهګري صادروي.

https://p.dw.com/p/2QaWY
Indien Unabhängigkeitstag in Neu-Delhi
انځور: picture-alliance/dpa/EPA/H. Tyagi

د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي، د يکشنبې په ورځ پر پاکستان باندې یو ځل بیا د ترهګرۍ د خپروونکي هیواد تور پورې کړ. له دې وروسته، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هندوستان د لومړي وزیر دغه څرګندونې د ډیر خفګان وړ وبللی او رد یې کړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا، ویلي دي چې د هندوستان مشرتابه په منظم ډول د خپلو څرګندونو له لارې د پاکستان د بدنامولو په هڅه کې دی. ذکریا زیاته کړه چې په ډیره لوړه کچه د داسې کړنلارې پر مخ بیول ډیره د خفګان خبره ده.

نفیس ذکریا د هند تر ولکې لاندې کمشیر کې د هند د پوځ کړنې هم دردونکې وبللې. هغه همداراز وویل چې نړیواله ټولنه باید په کشمیر کې د بشري حقونو او د زور زیاتي د کړونو په هکله اقدامات وکړي. د ذکریا په خبره د هندوستان دولتي ادارې په پاکستان کې د ترهګریزو کړنو د ملاتړ هڅې کوي.

هغه همدا راز د هندوستان د بحري ځواکونو برحاله افسر کلبهوشن یادو، د نیوني او د هغه د اعتراف یادونه هم وکړه. د ذکریا په حواله د دې نیول شوي افسر خبرې دا په ډاګه کوي چې هندوستان د بلوچستان ترڅنګ د پاکستان په نورو برخو کې په ترهګریزو کړنو کې لاس لري.

تقریبا یوه اوونۍ مخکې د هند تر ولکې لاندې کشمیر د اړي په سیمه کې د هند د پوځ پر یوې پوځي اډې تر برید وروسته، د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي، پاکستان د ترهګرو ځاله او په نړۍ کې د ترهګریزو کړنو د صادرونکي هیواد په توګه یاد کړ. مودي همدا راز څرګنده کړه چې د نړۍ په هر ګوټ کې چې کومې ترهګریزې کړنې کیږي، نو دا معلومیږي چې ترهګرو یې په پاکستان کې روزنه ترلاسه کړې ده.

مودي د هندوستان په جنوبي ایالت کیرالا کې یوې سترې ناستې ته په خپلو خبرو کې دغه څرګندونې وکړې.

په دې ناسته کې مودې د پاکستان خلکو ته په خطاب کې وویل چې دواړو هیوادونو په یوه وخت کې خپلواکي اخیستې «خو نن ورځ هندوستان ټولې نړۍ ته سافت ویر صادروي او ستاسو مشران ترهګر». مودي دا هم وویل چې د سیاسي لارې څخه د پاکستان د انزوا کولو هڅو ته ادامه ورکوو.

د هندوستان پوځ د اوړي پر پوځي اډي د برید مسولیت پر جیسش المحمد اچوي. د روان کال په جنوري میاشت کې د هند د پټان کوټ په سیمه کې د هندوستان د هوايي ځواکونو پر یوه مرکز د برید پړه هم پر دې ډلې اچول شوې ده.

نور مطالب