1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د زور زياتيو په ډنډ کي ډوب دی

۱۳۸۹ دی ۳, جمعه

د پاکستان د خيبر پښتونخواه په صوبه کي د پوځ او ياغيانو ترمنځ د نوو نښتو په نتيجه کي 11 سرتيري او 24 اورپکي وژل شوي دي. په پيښور کي يوي چادوني ښوونکي او ماشومان ټپيان کړل. په بلوچستان کي يوې چادوني يو پوليس وژلی.

https://p.dw.com/p/Qk2o
د پاکستان نيمه پوځيان د ياغيانو تر حملو وروسته د امنيت د ساتني لپاره سړکانو ته راوتلي
د پاکستان نيمه پوځيان د ياغيانو تر حملو وروسته د امنيت د ساتني لپاره سړکانو ته راوتليانځور: AP

پاکستاني چارواکو وويل چي کابو 150 ياغيانو په يوه وخت د موهمندو اجنسۍ د بايزي په سيمه کي د تلاشۍ پر پوستو بريدونه وکړل.

يو لوړ پوړي چارواکي، امجد علي خان خبريالانو ته وويل:« د ياغيانو په دي حملو کي د پاکستان د پوځ د مليشه يي ځواک 11 سرتيرو خپلو ژوند له لاسه ورکړ او يو شمير نور ټپيان شول.»

هغه زياته کړه چي د ياغيانو له بريد څخه وروسته د پاکستان پوځ له څرخي الوتکو او ماشينګڼو څخه په کار اخيستو سره د ياغيانو پر مرچلو باندي بمباري وکړي او د هغو څخه 24 تنه ووژل.

د ياغيانو يو وياند د رويتر خبري آژانس ته د حملو د پيښيدو پخلي وکړ خو د خپلو مرګ ژوبلو په هکله د حکومت ادعا رده کړه.

پاکستاني پوځ د تير کال څخه را په دي خوا په قبايلي سيمو کي د طالب پلو ياغاينو پر ضد حملو کي ستري لاس ته راوړني لري، خو اورپکو وروسته له اوږدي چوپيتا څخه بيرته خپل قوتونه سره ټول کړي او د پاکستان امينتي پوستي تر بريدونو لاندي نيسي.

په 2007 کال کي په پلازمېنه اسلام آباد کي د طالب اورپکو اړوند يو جومات باندي د پوځ له هجوم څخه را په خوا د پاکستان د حکومت او ياغاينو ترمنح نښتو کي 2000 خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه راز د پاکستان په بله صوبه، بلوچستان کي د سړک د غاړ د يو ماين د چادوني سره يو تن پوليس وژل سوي او يو شمير نور سخت ټبيان شوي دي.

د طبيعي ګازو په دغه شتنمه صوبه کي ياغيان چي له طالبانو سره تړواو نه لري، له لسيزو را په دې خوا په تيت اوپرکو زور زياتيو لاس پوري کوي تر څو له مرکزي حکومت څخه ځان جلا کړي.

د رويترز خبري آژانس د رپوټ له مخه د خيبر پښتونخوا په مرکز پيښور کي د يو ښونځی څخه بهر په يوه چادونه کي يو ښوونکی او دري ماشومان ټبيان سوي دي.

د پاکستان پوځ وايي چي د سوات په دره، جنوبي وزيرستان او د خيبر پښټونخوا په نورو سيمو کي د هغه د تير کال څخه را په دي خواعملياتو سره طالب اورپکي کمزوري سوي دي.

خو تحليلونکي د پوځ د دا ډول حملو اغيزمنتوب تر پوښتني لاندي نيولی دی او وايي چي ياغيان که په يوه ځای کي ماته خوړلې وي په بل ځاي کي بيرته سره سمبال سوي او نوي هډې يې جوړي کړي دي.

په سرحدي سيمو کي د پاکستان پوځي عمليات په ګاونډي هيواد افغانستان کي د ثبات د ټينګښت لپاره خورا اهميت لري.

لويديځ ځواکونه او افغان حکومت پر اسلام اباد نيوکه کوي چي په خيله خاوره کي د ياغيانو پر هډو لکه څنګه چي ښايي په هغسي عميلتاتو لاس نه پوري کوي. خو پاکستان هر وخت دغه تورونه رد کړي دي.

آژانسونه/ عبدالباری حکیم

کتونکی: رحيله اميری