پاکستان د رباني د ترور په تور دوه تنه نیولي دي
۱۳۹۰ بهمن ۲۲, شنبهد نوموړو چارواکو په وینا دغه دوه تنه د پاکستان د کویټې په ښار کې نیول شوي دي. ویل کیږي چې د کویټې په ښار کي یاغیان ډیر فعاله دي.
د کویټې د پولیسو مشر او د سیمې د نیمه پوځي ملیشو ویاند د دغي پيښې په اړه بې خبري ښودلې ده. د پاکستان د بهرنیو او د کورنیو چارو د وزارتونو چارواکو لا په دې اړه کومه تبصره کړې نه ده.
د برهان الدین رباني تر وژل کیدو وروسته د پاکستان او افغانستان اړیکې خړې شوې. رباني د سولې د عالي شورای مشر او د افغانستان پخوانۍ ولسمشر وو. نوموړی د تیر کال د سپتمبر د میاشتې پر ۲۰مه نیټه په کابل کې په خپل کور کې د یو ځانمرگي برید کوونکي له خوا چې ځان ئې د طالبانو استازی باله ووژل شو.
افغانستان د رباني د وژنې پړه پر پاکستاني میشته طالبانو ورواچوله. د افغانستان د کورنیو چارو وزیر بسم الله خان محمدي، د افغانستان پارلمان ته وویل چې د پاکستان استخباراتي شبکه ISI د رباني په وژنه کې ښکیل ده. پاکستاني چارواکو دغه خبره په کلکه رد کړه او دا ئې یوه بې بنسټه ادعا وبلله.
د افغان ولسمشر حامد کرزي له خوا د ربانې د وژنې د پلټولو له پاره ټاکل شوي ځانگړي کمیسیون په خپل راپور کې ویلي دي چې دغه ترور په پاکستان کې پلان شوی وو او د رباني قاتل یو پاکستانی وو.
نوموړي کمیسون پاکستاني چارواکو ته د هغه کسانو نومونه، ادرسونه او د تلیفون شمیرې ورکړې چې په دغه پلان کې ئې د ښکیلتیا احتمال لیدل کیده.
د دغو دوو افغان چارواکو له جملې څخه یو ئې د قضیې د حساسوالې له امله د نوم د نه اخیستلو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه دوه تنه تیره اونۍ د کویټې په ښار کې نیول شوي دي. دوهم چارواکي ویلي چې د نیول شوو کسانو نومونه په هغه نوم لیک کې شامل ول چې تیر کال پاکستان ته ورکړل شوی وو.
سید ریاض (آژانسونه)
کتونکی: مسعود جهش