1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د ترمپ څرګندونو ته د ځواب په لټه کې

۱۳۹۶ شهریور ۲, پنجشنبه

د پاکستان لومړی وزیر خاقان عباسي، د پنجشنبې په ورځ د خپل هیواد د پیاوړي پوځ له جنرالانو سره ویني چې د ولسمشر ترمپ د وروستیو څرګندونو په اړه یو دریځ غوره کړي.

https://p.dw.com/p/2ijX3
Pakistan Islamabad - Shahid Khaqan Abbasi
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Naveed

ترمپ د افغانستان په اړه د خپل سیاست د اعلانولو پر مهال وویل چې نور نه شي کولای په پاکستان کې د ترهګرو د پټنځایونو په اړه چوپ پاتې شي. هغه اسلام آباد د «ګډوډۍ استازو» ته پناه ورکوونکی وباله. ترمپ پر پاکستان باندې غږ وکړ چې دغه څه بدل کړي.

د سپینې ماڼۍ چارواکو خو بیا آن ویلي دي چې که بدلون را نه شي نو پر پاکستان باندې به د امریکا متحده ایالاتو پوځي مرستې بندې شي او د دې هیواد پر ضد به نور تدابیر هم ونیول شي.

عباسي لا تر اوسه پورې د ترمپ څرګندونو ته په رسمي توګه ځواب نه دی ویلی خو د بهرنیو چارو وزیر یې ویلي چې امریکا باید د افغانستان په جګړه کې د پاتې راتلو له پاره پاکستان د یوې پلمې په توګه و نه کاروي.

پاکستان تل دغه تورونه چې یاغیانو ته یې پناه ورکړې ده په کلکه ردوي او ټینګار کوي چې په خپله د ترهګرۍ قرباني دی.

اوس نو د پاکستان پوځ باید پریکړه وکړي چې د امریکا متحده ایالاتو د وروستي موقف پر وړاندې څه ډول سیاست غوره کوي. د پاکستان پوځ ډیر وخت د دې هیواد بهرنۍ سیاست کنترولوي.

USA Fort Myer Trump Rede Afghanistan Strategie
ولسمشر ترمپ د افغانستان په ستراتیژي کې پر پاکستان د ترهګرو د ملاتړ له امله نیوکې وکړېانځور: picture-alliance/Pool via CNP/MediaPunch/M. Wilson

د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا، چې د پنجشنبې ورځې په غونډه کې به حاضر وي، تر دې یوه ورځ مخکې په پاکستان کې د امریکا متحده ایالاتو له سفیر سره ولیدل. هغه په دې لیدنه کې ټینګار وکړ چې اسلام آباد د مرستو پیسو پر ځای د اعتماد او درک غوښتنه کوي.

پاکستان اټکل کوي چې د ترهګرۍ پر ضد د امریکا له جګړې سره تر یوځای کیدو وروسته یې ۷۰ زره ملکیان په بیلابیلو بریدونو کې وژل شوي دي. د پاکستان د سنا د دفاعي کمیټي مشر مشهد حسین، د پنجشنبې په ورځ وویل: «موږ احساس کوو چې د ښاغلي ترمپ په مشري د امریکا متحده ایالاتو اداره بیخي یو اړخیزه عمل کوي، له پاکستان سره نا عادلانه چلن کوي او دغه هیواد د ترهګرۍ پر ضد کمپاین کې د یوه مهم کلیدي لوبغاړي په توګه نه پیژني او قدر یې هم نه کوي.»

بله موضوع چې پاکستاني چارواکي یې په غوسه کړي دي د ترمپ له خوا په افغانستان کې د یوه لا پیاوړي نقش لوبولوله پاره د هندوستان هڅول دي. پاکستان بیره لري چې که هندوستان په افغانستان کې پراخ نقش ولوبوي نو له دواړو اړخونو به د خپلو رقیبانو په محاصره کې راشي.

کارپوهان ګواښ کوي چې پر پاکستان باندې له حده ډیر فشار راوړل به دغه هیواد چین ته لا پسې نزدې کړي. چین لا وختي دوه وارې د ترمپ د څرګندونو پر وړاندې د پاکستان ملاتړ کړی دی. په وروستي مورد کې چینایي لوړپوړي دیپلومات یانګ چییاچي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته ویلي دي چې امریکا باید په افغانستان کې د پاکستان د ونډې قدر وکړي.

«په نوي ستراتیژۍ کې څه نه وینم چې بدلون رامنځ ته کړي»

پر همدې موضوع د افغانستان د پارلمان له غړي عبدالجبار قهرمان سره مرکه دلته اوریدلای شئ: