پاکستان: د اورګاډي حادثې ۴ انسانان ووژل
۱۳۹۵ شهریور ۲۵, پنجشنبه
د پاکستان د پنجاب ایالت ملتان ښار ته څیرمه یو مسافر وړونکی اورگاډی له بار وړونکي اورگاډی سره جنگیدلی دی. په دغه پیښه کې څلور تنه وژل شوي او تر سلو زیات ټپیان دي.
د آلمان خبري آژانس د پاکستاني چارواکو له قوله رپوټ ورکړی دی چې دغه پیښه تیره شپه ناوخته هغه مهال رامنځ ته شوه چې کارگو یا بار وړونکي اورگاډي یو سړی وواهه او تر هغې وروسته پر پټلۍ ودرید. د ځای رسنیو په وینا دغه کس د ځان وژنې هڅه کوله.
رپوټونه زیاتوي چې پر دغه پټلۍ عوامي ایکسپرس یا مسافر وړونکي گړندي اورگاډي هم سفر کاوه او له دریدلي بار وړونکي ریل سره وجنگید. له دې کبله د اورگاډي څلور واگونونه چې سپرلۍ پکښې وې چپه شول.
خبري آژانسونه د مرگ ژوبلې په هکله بیلا بیل رپوټونه ورکوي. د آلمان خبري آژانس د وژل شوو کسانو شمیر شپږ تنه ښوولی او د ټپیان شمیر یې بیا ۱۵۰ تنه ښوولی دی. د لسو ټپیانو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ بلل شوی دی. د فرانس پریس خبري آژانس بیا د ځايي ژغورونکي ډلې د کارکوونکو له قوله ویلي دي چې څلور تنه وژل شوي او تر سلو زیات ټپیان دي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (09.02.2016):