1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د افغانستان پر پوله دوه پوځي مرکزونه تړي

۱۳۹۰ آذر ۱۵, سه‌شنبه

پاکستان د افغانستان پر پوله له پرتو درو پوځي مرکزونو څخه دوه يې خالي کوي او پوځيان باسي. اسلام آباد دغه مرکزونه د ناټو په بريد کي د خپلو ۲۴ پوځيانو د وژل کېدو په وړاندي د يوه اعتراض په ټوګه تړي.

https://p.dw.com/p/13NXR
پاکستان پوځيان
پاکستان پوځيانانځور: AP

د پاکستاني چارواکو په خبره دغه کار کيدای شي چي د متحده ايالاتو هغه هڅي له ګواښ سره مخامخ کړي، چي غواړي له دغه هيواد سره خپلي اړيکي ښې کړي.

دغو چارواکو چي نومونه يې پټ ساتل سوي دي، دا هم ويلي دي، چي دا کار کيدای سي په سرحدي سيمو کي د نورو ستونزو د راپيدا کيدو سبب هم وگرځي.

وروسته تر هغه چي د ناټو په بريد کي د پاکستان ۲۴ سرتيري ووژل شول، د امريکا او پاکستان تر منځ اړيکي تر بل هر وخت خړي سوي دي.

د پاکستان د خپلو سرتيرو تر وژل کيدو وروسته ډير سخت عکس العمل وښود او د ناټو پر قطارونو يي خپله پوله وتړله.

دغه هيواد دغه راز د افغانستان په هکله د بن نړيوال کنفرانس هم بايکاټ کړ، او له متحده ايالاتو څخه يې وغوښتل چي په پاکستان کي خپله هوايي اډه وتړي.

دا په داسي حال کي ده چي د پاکستان صدراعظم، يوسف رضا ګيلاني، په يوه مرکه کي ويلي دي، چي هيواد يې غواړي د متحده ايالاتو سره خپلي اړيکي ښې کړي.

هغه ويلي دي چي پاکستان او متحده ايالات بايد خپلي اړيکي د يو بل له پاره د احترام پر اساس استواري کړي.

ګيلاني د Associated Press سره په مرکه کي ويلي دي، چي پاکستان به ډير ژر له متحده ايالاتو سره خپلي اړيکي ښې کړي:

«زه فکر کوم چي دا کار شونی دئ. دغه کار به ډير وخت و نه نيسي. پاکستان د امريکا ضد هيواد نه دئ.»

گيلاني دغه راز په خپله مرکه کي زياته کړې ده چي هيواد يې د افغانستان د سولي له بهير څخه ملاتړ کوي. هغه ټينګار کړی دئ، چي د بن په کنفرانس کي د پاکستان نه ګډون د افغانستان د سولي له بهيره څخه د نه ملاتړ معنا نه ورکوي.

گيلاني په داسي حال کي د متحده ايالاتو سره د اړيکو د ښه کولو خبري کوي، چي د تيري يک شنبې په ورځ د متحده ايلاتو ولسمشر، بارک اوبا، له ګيلاني سره په يو تليفوني تماس کي د پاکستاني سرتيرو د وژل کيدو له امله خپله خواشيني څرگنده کړه، او ويې ويل، چي دغه کار قصدي نه وو.

پاکستاني او امريکايي مشران که هر څه وايي، خو د پاکستان لخوا د افغانستان پر پوله د پوځي مرکزونو تړل، ښيي چي د دواړو هيوادونو اړيکي اوس هم ډيري ترنګلي دي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل