1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: بي پیلوټه الوتکې څلور یاغیان ووژل

۱۳۹۱ خرداد ۳, چهارشنبه

د بې پیلوټه الوتکې د یوه برید په پایله کې د پاکستان په میرانشا کې څلور یاغیان وژل شوي دي. دا پېښه په داسې وخت کې رامنځ ته کیږي چې تر اوسه هم د پاکستان او امریکا تر منځ د پولې د پرانیستلو پر سر شخړه روانه ده.

https://p.dw.com/p/150LW
انځور: AP

دغې الوتکې په میرانشا کې پر یوه کور باندې دوه توغندي توغولي دي چې په پایله کې ئې په کور کې میشت څلور تنه یاغیان وژل شوي دي. یوه چارواکي د نوم د نه اخیستلو په شرط ویلي دي: «بې پیلوټه الوتکې میرانشا ته نزدې په تبۍ سیمه کې پر یوه کور باندې دوه توغندي وتوغول. لا تر اوسه پورې معلومه نه ده چې د څلورو وژل شوو کسانو په ډله کې کوم مهم وگړی هم شامل دئ او که نه.»

ویل کیږي چې د حقاني او حکیم الله محسود ډلې په دې سیمه کې میشتې دي. که څه هم متحده ایالات پر پاکستان باندې فشار اچوي چې په دې سیمه کې د یاغیانو پر وړاندې عملیات په لاره واچوي خو پاکستان تل له دې کاره ډډه کوي او وایي چې پوځیان ئې په نورو سیمو کې په عملیاتو بوخت دي او اوس نه شي کولای چې په دې سیمه کې عملیات په لاره واچوي.

د حقاني پر ډلې باندې تور دئ چې په کابل کې ئې د متحده ایالاتو پر وړاندې بریدونه په لاره اچولې دي. څو ورځې مخکې متحده ایالاتو د دغې ډلې دوه غړي پخپل تور لیست کې شامل کړل.

که څه هم پر پاکستان باندې تور لگول کیږي چې د حقاني د ډلې په گډون له یو شمیر افراطي ډلو څخه ملاتړ کوي خو دغه هیواد له دې خبرې انکار څخه کوي او وايي چې خپله د ترهگرۍ له  کبله ډیر زیانمن شوی دئ.

که څه هم د پاکستان پارلمان د مارچ په میاشت کې له متحده ایالاتو څخه وغوښتل چې پر پاکستان باندې خپل د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ودروي، خو دا تر هغه وخت وروسته د متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکو دریم برید دئ.

د پاکستان او متحده ایالاتو اړیکې اوس تر بل هر وخت ډیرې ترینگلې دي. د دواړو هیوادونو اړیکې تر هغه وروسته لا خرابې شوې چې تیر کال د ناټو په یوه هوایي برید کې ۲۴ پاکستاني سرتیري ووژل شول.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم