1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان او افغانستان په لوړه کچه کډ پوځي کمېسيون جوړوي

۱۳۹۰ تیر ۱۶, پنجشنبه

د يوې نيمي مياشتي را پدې خوا د پاک– افغان پولي( ډيورنډ) دغي غاړي ته په پرتو يو شمير ولايتونو او همداسي د پاکستان اړخ ته په ځينو سيمو کي سختي نښتي رواني دي.

https://p.dw.com/p/11qmA
افغان ولسمشر حامد کرزی او دپاکستان لومړی وزير يوسف رضا گيلاني
افغان ولسمشر حامد کرزی او دپاکستان لومړی وزير يوسف رضا گيلانيانځور: AP

له ړندو توغنديو نيولې بيا تر مخامخ جګړو او حتي د ښونځيو تر سوځولو پوري پيښي رامنځ ته سوي دي.

تيره شپه ولسمشر کرزي د پاکستان د لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني سره دغه مسله په جدي توګه مطرح کړې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چي کرزي ګيلاني څخه غوښتي چي ژر تر ژره د افغانستان پر خاوره د توغنديو بريدونه و درول سي.

ولسمشر کرزي وروسته ترهغه له زرداري سره په تليفون د سرحدي لانجو پر سر خبري کوي چي تيره ورځ پارلمان ولسمشر کرزي د پاکستان د بريدونو په وړاندي په چوپه خوله پاته کيدو د ملي خاين په توګه ياد کړ.

NO FLASH Karzai und Raza in Pakistan
انځور: AP

د ارګ له ماڼۍ څخه يوه خپره سوې خبر پاڼه چي په کابل کي دويچه ويله ته هم استول سوې کاږي چي، په دغو خبرو اترو کي زرداري او کرزي دواړو موجودي سرحدي لانجي د تصور تر حد زياتي جدي بللي.

پاکستانيو رسنيو هم د کرزي او د زرداري د خبرو جزيات خپاره کړي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼي نن وويل چي زرداري کرزي ته ويلي چي دغه بريدونه د دوی د ځواکونو له لوري نه، بلکي د خپل سرو وسله والو ګروپونو له لوري تر سره کيږي چي د پاکستان اړخ ته يي هم زيانونه مخامخ کړي دي.

زرداري د افغانستان او پاکستان تر منځ په ګډه پوله کي موجودي ستونزي ډيري جدي بللي، چي په وينا يي، له ګډي همکارۍ پرته يې ليري کول ستونزمن کار دی.

زرداري ويلي:« پاکستان ژمن دي چي د ورته پيښو د تکرار څخه د مخنيوي له پاره لازم اقدامات وکړي، تر څو په سيمه کي د لانجو له رامنځ ته کيدو مخ نيوي سوي وي، افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي او وروڼه هيوادونه دي چي دغسي پيښي يي ديپلوماتيکي اړيکي خرابولای سي».

په همدې حال کي د افغانستان د سرحدي ولايت نوروستان والي پرون وويل چي د پاکستان له اړخه اورپکي افغان خاوري ته ور اوښتي او شاوخوا ۳۰ تنه پوليس سرتيري، دري نارينه او دوه ولسي ښځي يي وژلي.

«په دغه جګړه کي يو شمير پاکستانيو طالبانو هم ونډه لرله»
«په دغه جګړه کي يو شمير پاکستانيو طالبانو هم ونډه لرله»انځور: AP

د بدر په خبره، چي بريد کونکي د ډيورنډ د کرښي له هاغاړي افغانستان ته را اوښتي ول او بيرته په همغه لوري تښتيدلي دي.

بدر ويلي چي په دغه جګړه کي يو شمير پاکستانيو طالبانو هم ونډه لرله چي د دولسو تنو مړي يې د جګړې په ډګر کي پاتي دي او اوس د نورستان مرکز ته ليږدول سوي دي.

پاکستانيو رسنيو د قبايلو په مهمند اجنس، دير او باجوړ کي د پاکستان د حکومت په کمزورتيا د هغه هيواد د لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني د اعتراف څخه هم پرده پورته کړي ده.

د ورځپاڼو په ليکنه چي ګيلاني له کرزي سره په خبرو کي اعتراف کړی، چي په دير، باجوړ او مهمند اجنسيو کي ترهګري ډلي ځالي لري خو دوی يې په ټکولو پسي را اخيستې ده.

د پاکستان او افغانستان مشرانو د سرحدي لانجو څخه د مخ نيوي له پاره د يوه ګډ پوځي کمېسيون په جوړولو هم سلا کړې ده.

په دغه کمېسيون کي به د دواړو ملکونو د سرحدي مشرانو په ګډون د پوليسو او پوځ جنرالان هم برخه لري.

Pakistan Armee Soldat FLASH Galerie
انځور: AP

د ولسمشرۍ ماڼۍ خبرپاڼه وايي چي له ګيلاني سره تر خبرو وروسته کرزي د ملي دفاع وزير جنرال رحيم وردګ ته امر کړی چي د افغانستان له اړخه د کمېسيون مشري په غاړه واخلي او له پاکستاني لوري سره په دې باب کار پيل کړي.

په ورته وخت کي نن د کورنيو چارو وزارت وويل چي د نورستان کامديش ولسوالي يې تر څو ساعته نښتي وروسته له ياغيانو ولکه کړي او په بشپړه توګه يي پاکه کړې ده.

د کورنيو چارو وزارت نطاق غلام صديق صديقي ويلي جګړه د ورځي په ورستيو کي پای ته ورسيده او دمګړۍ سرحدي ځواکونه او پوليس سرتيري د ولسوالۍ په مقر کي ځای پر ځای دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی:نجيب الله زيارمل