1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: امریکا د کابل او طالبانو د غونډې هرکلی کړی

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۴ تیر ۱۷, چهارشنبه

پاکستاني چارواکو ویلي چې د افغان حکومت او طالبانو استازو په دې هیواد کې سره لیدلي او موافقه یې کړې چې تر روژې میاشتې وروسته به بیا سره وویني. دا لومړی ځل دی چې دواړه اړخونه په مستقیم ډول سره ویني.

https://p.dw.com/p/1Furx
انځور: picture-alliance/dpa/Noorullah Shirzada

پاکستان د سه شنبې په ورځ د افغان حکومت او طالبانو د استازو د یوې غونډې کوربه وو. دغه غونډه د افغان حکومت له خوا تایید شوې ده. دا په قطر کې د طالبانو د دفتر تر پرانیستل کیدو چې ډیر ژر د پخواني ولسمشر حامد کرزي د مخالفت له کبله وتړل شو، وروسته د سولې د خبرو اترو د پیلیدو په لور تر ټولو لوی ګام بلل کیږي

خبرو اترو ته نزدو سرجینو ویلي دي چې د طالبانو او افغان چارواکو تر منځ راتلونکې غونډه د اګست میاشتې په ۱۵ او ۱۶ نیټو د قطر هیواد په دوحي کې پلان شوې ده.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف، دغه خبرې اترې د سولې پر لور «یو لوی ګام» بللی دی. خو دا لا روښانه نه ده چې دغه غونډه به د سولې د خبرو اترو له رسمي پیل او په افغانستان کې د جګړې له پای ته رسیدو سره مرسته وکړي او که نه، ځکه تر دې مخکې هم ورته غونډې بې نتیجې پاتې شوې دي. له بلې خوا په وروستیو وختونو کې داسې رپوټونه هم ورکړل شوي دي چې د طالبانو مشرتابه هم له افغان حکومت سره د خبرو کولو پر سر به دوو برخو ویشل شوې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوې خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي چې امریکایي او چینایي چارواکو په اسلام آباد کې د دغو ترسره شویو خبرو اترو څارنه کړې ده. په بیانیه کې زیاته شوې ده: «ګډونوالو موافقه کړې ده چې خبرو اترو ته دوام ورکړي ترڅو د سولې د راتلو شرایط رامنځ ته شي.»

د خبرو اترو ترسره کیدل د لومړي ځل له پاره د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د سه شنبې په ورځ په رسمي توګه تایید شو.

د پاکستان لومړي وزیر ویلي دي چې ښایي افغانستان کې د سولې پر سر یوه موافقه ستونزمنه وي او ټینګار یې کړی دی چې پاکستان او نړیواله ټولنه باید پر دې خبره ځان ډاډه کړي چې «څوک په دغه بهیر کې د خنډونو رامنځ ته کولو هڅه نه کوي».

امریکا متحده ایالاتو هم د دغه اقدام هرکلی کړی دی. د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ایرنست، ویلي دي چې امریکا متحده ایالات د دغه خبرو اتو هرکلی کوي او هغه یې د «بااعتباره سولې په لور یو مهم ګام بللی دی». په تیرو څو میاشتو کې طالبانو له کابل څخه تللو استازو سره په بیلابیلو هیوادونو کې غیر رسمې لیدنې کړې وې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب