1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: افغانستان کي د ملوک الطوايفي د رامنځ ته کيدو هڅي نه کوو

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ تیر ۱۲, چهارشنبه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په افغانستان کې د ملوک الطوایفي د رامنځ ته کولو هڅې نه کوي. له بلې خوا افغان لوی درسیتیز ادعا کوي چې که پاکستان وغواړی کولای شي د څو اوونیو په اوږدو کې په افغانستان کې سوله راولي.

https://p.dw.com/p/1916q
Infografik Präsenz der Taliban im afghanisch-pakistanischen Grenzgebiet DEU
Infografik Präsenz der Taliban im afghanisch-pakistanischen Grenzgebiet DEU

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعزاز احمد چودري، د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ د جولای دوهمه) وویل: «دا زموږ پالیسي نه ده. په حقیقت کې افغانستان تل د واحد، باثباته، او امن افغانستان ملاتړ کوي.»

تر دې مخکې افغان ولسمشر حامد کرزي، پر پاکستان باندې تور لگولی وو چې هڅه کوي په افغانستان کې ملوک الطوایفي رامنځ ته کړي. په دې اړه بحثونه یو ځل بیا هغه وخت تاوده شول چې په یو شمیر رسنیو کې داسې رپوټونه خپاره شول چې د پاکستان ملي امنیت مشاور سرتاج عزیز، په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر عمر دوادو زي، ته ویلي دي چې د افغانستان ځیني ولایتونه دې طالبانو ته وسپارل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه رپوټونه رد کړل او ویې ویل: «دغه رپوټ جعلي دی ځکه هیڅ پاکستاني چارواکي دغه ډول نظر نه دی ورکړی.»


«که پاکستان وغواړي په څو اوونیو کې په افغانستان کې سوله راځي»

د افغانستان لوی درستیز جنرال شیر محمد کریمي، د چهارشبې په ورځ له بي بي سي، سره په یوې مرکه کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د بې اعتمادۍ د فضا په اړه خبرې وکړې. هغه وویل چې پاکستان د مدرسو په تړلو سره طالبان د افغانستان په لور روان کړي دي.

کله چې له ښاغلي کریمي څخه وپوښتل شول چې که پاکستان وغواړي نو آيا کولای شي د افغان دولت پر ضد د طالبانو جگړه ختمه کړي، هغه په ځواب کې وویل: «هو، دا کار د څو اوونیو په موده کې کیدای شي.»

کریمي ادعا وکړه چې طالبان د پاکستان تر کنترول لاندې دي او دا چې که پاکستان وغواړي نو د افغانستان د سولې په بهیر کې ډیره ونډه لرلای شي. کریمي وویل: «اوس پخپله پاکستان هم په هماغه اندازه د ترهگرۍ له ستونزې سره مخامخ دی چې افغانان  ورسره مخامخ دي. موږ دواړه [افغانستان او پاکستان] کولای شو چې له دې پدیدې سره مبارزه وکړو، خو په دې برخه کې مو باید نیتونه ښه وي.»

پاکستان یو له هغو محدودو هیوادونو څخه وو چې په افغانستان کې د طالبانو د رژیم د واکمنۍ پر مهال یې د هغو ملاتړ کاوه. ویل کیږي چې اوس هم د دغه رژیم ډیر شمیر مشران په پاکستان کې دي.

په وروستیو کلونو کې پخپله پاکستان کې هم د «تحریک طالبان پاکستان» ډله پیاوړې شوې ده. د دغې ډلې په بریدونو کې په سلهاو پاکستاني سرتیري او ملکي وگړي وژل شوي دي.

پلان شوې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې ټول بهرني جنگي سرتیري له افغانستان څخه ووځي او د دغه هیواد ټول امنیتي مسئولیت په خپله افغانانو ته وسپاري. په افغانستان کې ښکیل هیوادونه اوس هڅه کوي چې تر دې نیټې مخکې د دغه هیواد یوولس کلنې جگړې ته یوه سوله ییزه حل لاره ومومي.

پخپله افغان حکومت او نړیواله ټولنه د کابل د سولې په بهیر کې د اسلام آباد نقش ډیر مهم بولي. خو پر اسلام آباد باندې ډیر وخت تور لگول کیږي چې په رښتیا سره د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته نه کوي او په دې برخه کې یو دوه مخی سیاست لوبوي.

پاکستان د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو پلوی دی

د افغانستان لوی درستیز وايي چې امریکا په پاکستان کې په خپل سر د بې پیلوټه الوتکو بریدونه نه دي پیل کړي. هغه ادعا کوي چې اسلام آباد متحده ایالاتو ته د هغه یاغیانو یو نوم لړ سپارلی دی چې غواړي د بې پیلوټه الوتکو تر بریدونو لاندې راشي.

جنرال کریمي وايي: «بې پیلوټه الوتکې یوازې د پاکستاني طالبانو پر ضد کارول کیږي. دغه الوتکې هیڅ وخت د حقاني یا افغان طالبانو پر ضد عملیات نه تر سره کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې په خپله پاکستان تل د بې پیلوټه الوتکو د عملیاتو د دریدو غوښتنه کوي او هغه پر خپل ارضي تمامیت باندې د یرغل په توگه گڼي. خو له بلې خوا امریکا وایي چې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه یې د ترهگرۍ پر ضد جگړه یوه ډیره موثره وسیله ده او کارونې ته به یې دوام ورکړي.