1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاپوا نيوګينې: د مانوس کمپ مهاجر به په زور وايستل شي

۱۳۹۶ آبان ۲۱, یکشنبه

د پاپوا نيو ګيني هيواد د مانوس کمپ څخه يو شمير مهاجر ووتل خو په سلونو نور لا هم له وتلو انکار کوي. د کمپ د اوسيدونکو په وينا داسې ويل کيږي چې د مهاجرو څخه يو شمير يې نيوزيلند هيواد مني.

https://p.dw.com/p/2nU4X
Manus Island Migration Aufnahmelager
انځور: picture-alliance/dpa/E. Blackwell

استراليا د خپل مهاجرت سخت قانون له مخې نه غواړي غيرقانوني مهاجر ومني. دغه هيواد ټول هغه پناه غوښتونکي چې غواړي په قايقونو کې ځانونه استراليا ته ورسوي، په سمندر کې تر نيولو وروسته د پاپوا نيوګيني په مانوس او ناورو کمپونو ته استوي.

د مانوس کمپ د اکتوبر مياشتې په ۳۱ وروسته له هغې وتړل شو چې د مخه د پاپوا نيو ګينې سترې محکمې لخوا غيرقانونی اعلان کړل شوی وو. د کمپ له تړلو سره سم پر هغه بريښنا، اوبه او خواړه هم بند کړل شول.

د مهاجرو له ډلې څخه کردي ايرانی ژورنالست بهروز بوچاني د یکشنبې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې يو شمير مهاجر د مانوس درو نويو مرکزونو ته تللي دي، خو ۴۲۳ تنه نور لا هم په داسې حال کې چې پر کمپ باندې بريښنا پرې او اوبه بندي کړل شوي دي د ډيرو لږو خوړو په لرلو نه غواړي ووځي.

بوچاني وويل چې په کمپ کې ميشت مهاجر « لوږې سره مبارزه» کوي او په ډير لږو خوړو چې دننه کمپ ته يې د وړلو اجازه لري، خپله ګوزاره کوي.

بوچاني وايي: « دغه خلک داسې فکر کوي که چيرته دوي له دغه توقيف ځاي څخه ووځي او بل توقيف ځای کې ځای پرځای شي، خپل هر څه حتې ژوند به له لاسه ورکړي. ځکه خو دوی وايي چې پريکړه يې دا ده چې په دغه کمپ کې به پاتې کيږي.»

وړاندې تر دې د مانوس کمپ د مهاجرو له قوله ويل شوي وو چې ځاي اوسيدونکي له دوي سره سخته بدبيني لري،  او مهاجر د هغوی د حملو له ويرې نه غواړي له دغه ځايه څخه ووځي.

د پاپوا نيوګينې په مانوس او ناورو کې د مهاجرو توقيف ځايونه يا کمپونه کې د استراليا لخوا اداره کيږي. استراليا ياد کمپونه له پاپوا نيوګينې سره د يوه توافق په پايله کې جوړ کړي دي.

اوس د دغو دواړو هيوادونو چارواکې پر دې ټينګار کوي چې د مهاجرو له پاره په نويو درو مرکزونو کې د اوبو او خوړو سربيره د ژوندانه ټول لمړني احتياجات په نظر کې نيول شوي دي.

خو بوچاني وايي هغه کسان چې نويو مرکزونه اوستل شوي دي، له بد وضعيت څخه شکايت کوي.

د پاپوا نيوګينې چارواکو د مانوس کمپ مهاجرو ته خبرداری ورکړی دی چې د روانې اوونې تر پايه بايد نويو کمپونو ته ولاړ شي، چې د نه تلو په صورت کې به په زور وليږدول شي.

په ورته وخت کې د نيوزيلند لمړۍ وزيرې جاسيندا آردرن له قوله ويل شوي دي چې هغې د مانس او ناور کمپونو د ۱۵۰ تنو مهاجرو د اخيستلو وړانديز کړی دی.

آردرن دغه وړانديز يوه اوونۍ مخکې په سيدنې کې د آستراليا د لمړي وزير مالکوم ترنبول سره په يوه ګډه ناسته کې مطرح کړ چې د مالکوم لخوا يې هرکلی ندی شوی.