1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاپ «د غريبانو مور» راهبه ترېزا مقدسه اعلان کړه

آژانسونه / ا.۱۳۹۵ شهریور ۱۴, یکشنبه

د کاتوليکي مسيحيانو روحاني مشر پاپ راهبه ترېزا مقدسه اعلان کړه. نوبل جايزه ګټونکې ترېزا په هند کي د جزام د ناروغانو سره د مرستي له پاره په نړيواله توګه پېژندل سوې وه.

https://p.dw.com/p/1JvX8
Vatikanstaat Heiligsprechung Mutter Teresa durch Papst Franziskus
انځور: Reuters/S. Rellandini

راهبه ترېزا چي په ۱۹۱۰ کال زېږېدلې او په ۱۹۹۷ کال مړه سوې وه، د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د سپتامبر ۴مه نېټه) د کاتوليکي کليسا د روحاني مشر پاپ فرانسيس له خوا مقدسه اعلان سوه.

پاپ فرانسيس د يکشنبې په ورځ په واټيکان کي و پېترميدان ته راغلو کاتوليکي عقيدتمندانو ته د وينا پر وخت وويل چي راهبه ترېزا د ټولو کاتوليکانو له پاره يو مثال ؤ. په دغو ځانګړو مراسمو کي چي د راهبې ترېزا د مقدس اعلانولو له پاره نيول سوي ول، له ټولي نړۍ تقريبا ۱۰۰ زره عقيدتمندان راغلي ول.

په دغو ځانګړو مراسمو کي د کاتوليکانو تر څنګ د نړۍ د ۱۳ هيوادونو حکومتي او دولتي مشرانو ګډون کړی ؤ. په دغو کي د هند لومړی وزير نريندرا مودي هم شامل ؤ. راهبه ترېزا چي په البانيا کي زېږېدلې وه، د هند په کلکته ښار کي يې د يتيمانو او بې کوره انسانانو سره مرستي ته خپل ژوند وقف کړی ؤ. په کلکسته کي هغې ته د «مسکينانو مور» خطاب کېدی.«نه ستړې کېدونکې»

دغو لمانځنو ته ۱۰۰ زره عقيدتمندان راغلي ول
دغو لمانځنو ته ۱۰۰ زره عقيدتمندان راغلي ولانځور: Reuters/S. Rellandini

پاپ فرانسيس په يادو لمانځنو کي راهبه ترېزا د «د رحم نه ستړې کېدونکي کارګره» وبلله. پاپ وويل چي هغې خپل ځان هغو خلکو ته وقف کړی ؤ چي د سړک پر غاړه به مړ کېدو ته پرېښودل سوي ول. د پاپ په وينا راهبه ترېزا هغه څوک وه چي د نړۍ د واکمنو پر ضد يې خپل آواز جګ کړ.

پاپ په دغو مراسمو کي له ټولي نړۍ ۱۵۰۰۰ بې کوره انسانان اېټاليې ته راغوښتي ول چي په واټيکان کي د غرمې ډوډۍ وخوري. دغو غريبانو ته د راهبي ترېزا ۲۵۰ ښځينه راهبانو ډوډۍ ورکړه. دغو غريبانو ته د پيزا ډوډۍ ورکول سوه چي د پخلي له پاره يې د اېټاليې له سويل څخه ۲۰ پزا پخوونکي او د هغوی ځانګړي داښتونه راغوښتل سوي ول.

د دغو مراسمو سخت امنيت نيول سوی ؤ. په دې ترڅ کي تقريبا ۱۰۰۰ پوليس او ځانګړي امنيت ساتونکي په امنيت ساتنه ګومارل سوي ول. د نړۍ ۱۲۰ رسنيو د مقدس اعلانولو دغه مراسم په تلويزيونونو کي په ژوندۍ توګه خپاره کړل.

په کاتوليکي کليسا کي هغه کسان مقدس اعلانيږي چي تر مخه يې په هکله داسي واقعې تثبيت سي چي کليسا ورته د معجزو په توګه ګوري.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (25.12.2013):