پارادايز پېپرس ـ د افريقايي بې وزلو ملياردونه ډالره؟
۱۳۹۶ آبان ۲۱, یکشنبهد «پارادايز پېپرس» په اسنادو کې د يوګانډا د بهرنيو چارو د وزير، سام کوتېسا، د لايبريا د تلونکي ولسمشر، ايلن جونسن سيرليف، او د کېنيا د پخوانۍ وزيرې، سېلي کاسګې په شمول ځينې سوداګر له افريقا او بهر څخه هم ښکېل دي.
دغه کارونه تل پسې تکراريږي: سياستوال او چارواکي له خپلو چوکيو او ارتباطاتو څخه استفاده کوي څو په شخصي توګه پيسې لاس ته وروړي. دغه کړنې بيا هغوی د «اُف شور» يا له ساحل ها خوا پرتو کمپنيو د يوې پېچلې شبکې د لارې پټوي کوم چې يوازې پوست بکس لري او مالکان يې هم پټ ساتل کيږي.
له دې لارې د نايجريا د مشرانو د جرګې رئيس، بوکولا ساراکي، د کايمن په ټاپوګانو کې د يوې ثبت شوې کمپنۍ مدير و چې تېنيا نوميږي. يوې محکمې په ۲۰۱۶ کال کې آن پلټنې شروع کړې وې ځکه چې دغه شرکت د ساراکي د مالياتو په اظهار ليک کې نه و درج شوی. شاهدانو وويل چې له دولتي پيسو څخه په ميليونو امريکايي ډلر ورک شوي ول، خو دغه تور بيا رد شو.
د شرکتونو پېچلې شبکې
د «پارادايز پېپرس» په نوم اسناد اوس دا خبره رابرسېره کوي چې د ساراکي او نورو مشهورو نايجريايانو له خوا د شرکتونو پېچلې شبکې جوړې شوې وې لکه د مرکزي بانک د مشر، ګودوين ايمېفيله له خوا. دا چې آيا دغه مواد کافي دي څو نوې پلټنې پيل شي، بايد لا څرګنده شي. خو د ولسمشر محمدو بوهاري حکومت نه ستړې کېدونکې هڅې کوي څو د مالياتي تېښتې لارې بندې او د مالياتو عايدات لوړ کړي. د بوهاري وياند، ګاربا شېهو له دويچه ويله سره په مرکه کې وويل:
«تر اوسه مو کومه تخطي نه ده تشخيص کړې. د ماليې وزير وويل چې د هغه ډېر کارکوونکي اوس، هغه معلومات ارزوي څو پوه شي چې ستونزه پکې څه ده. موږ نه ستړې کېدونکې هڅې کوو څو د تېښتې لارې بندې او مالياتي عايدات لوړ کړو. اړونده کسان بايد په آسانۍ راڅخه خطا نه شي.»
ولسمشر بوهاري د خپلې دندې د منلو په وخت ځان د اداري فساد او ناوړه اقتصاد پر ضد د کلک مبارز په صفت معرفي کړی و. د يوه حکومتي پروګرام د لارې هر هغه نايجريايي له سزا پرته له اړوندو قضيو څخه وتلی شي چا چې د مالياتو په اظهارليک کې د غلطو معلوماتو ورکولو له کبله بيا وروسته د خپل ځان پر ضد حقوقي دعوا هم کړې وي.
د انګولا لوټه شوې دولتي بودجه
«موږ خپلې راتلونکې ته وده ورکوو». دغه جمله د انګولا د دولتي صندوق پر صفحې باندې راغلې ده چې تر څنګ يې د يوه ماشوم څېره شتون لري چې خاندي. هلته دا هم ليکل شوي دي چې دغه صندوق بايد د انګولا په ټولنيزه او اقتصادي وده کې ستر نقش ولوبوي.
خو دغه پيغام لږ څه ستونزې لري. د دغه صندوق ۸۵ سلنه پيسې د کوانتوم ګلوبل شرکت په اختيار کې دي چې خاوند يې سويسي انګولايي متشبث، ژن کلود باستوس دې موراي، نوميږي. باستوس د انګولا د پخواني ولسمشر له زوی يعنې خوزې فيلومېنو دوس سانتوس سره يو ځای ښايي درغلي کړې وي چې په هکله يې ژورناليست او ټولنيز فعال، رافايل مارکېس، وايي: «باستوس يو ستر درغلګر دی چې له خوزې فيلومېنو سره يې يو ځای له صندوق څخه پيسې غلا کړې دي کومې چې اصلا د انګولا د ولس پيسې دي.»
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (27.01.2017):