1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوري مېرمني بچی بايلود، د سويس چارواکی محاکمه کيږي

۱۳۹۶ آذر ۱, چهارشنبه

د سويس يو پوله ساتونکی چارواکی د يوې سوريايي مېرمني د ماشوم د ضايع کېدو له کبله محاکمه کيږي. پر هغه تور دی چي مېرمني ته يې اړينه طبي مرسته نه وه ورکړې.

https://p.dw.com/p/2o51B
Schweizer Grenze Bundespolizisten
انځور: picture-alliance/dpa/P. Seeger

يوې سوريايۍ مېرمني مړ ماشوم زېږولی او اوس يې په تړاو د سويس يو پوله ساتونکی محاکمه کيږي. پر دغه سوله ساتونکي د چهارشنبې په ورځ (د۲۰۱۷ کال د نوامبر ۲۲مه نېټه) د سويس د بېرن ښار په محکمه کي په رسمي توګه تور لګول سوی.

پر دغه چارواکي تور دی چي يادي سوريايي مهاجري ته يې د اړيني طبي مرستې له رسولو څخه ډډه کړې وه. په دغه وخت کي مېرمن د حامله توب په وروستي پړاو کي وه. د راپورونو له مخي دغې مېرمني چي ورڅخه ويني بهېدلې له سختو دردونو څخه شکايت کاوه. زیاته سوې چي د دغې مېرمني مېړه څو واري د طبي مرستي غوښتنه هم کړې وه.

د رسمي تور له مخي د سويس هيواد دغه سرحد چارواکي د سوريايي مهاجري د کورنۍ د مرستي غوښتني ونه منلې. ويل سوي دي چي د طبي مرستي نه کولو په استدلال کي دغه چارواکي کورنۍ ته ويلي ول چي ګواکي ګناه يې خپله ده چي د دا ډول يوې حاملې مېرمني سره په سفر راوتلي ول. د تور له مخي د دې تر څنګ د دغو کسانو مخ په وړاندي پلان سوی سفر هم بايد نه وای ځنډول سوی.

مطرح سوريايي مېرمنه د هغوی مهاجرو له ډلې څخه ده چي د ۲۰۱۴م کال په جولای مياشت کي بېرته ايټاليا ته لېږدول سوې وه. ايټاليا ته تر رسېدو وروسته دغه مېرمن بيهوښه سوې وه او وروسته يې مړ ماشوم زېږولی وو.

اټکل کيږي چي د دغي قضيې په تړاو د محکمې پرېکړه به د جمعې په ورځ واورول سي.