1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه ډله نور افغان مهاجر هم افغانستان ته اخراج شول

۱۳۹۶ اردیبهشت ۵, سه‌شنبه

افغانستان ته د رد شوو افغان مهاجرینو د اخراج جنجالي پروګرام لا هم ادامه لري. یو ځل بیا هم له آلمان څخه جنګ ځپلي افغانستان ته ۱۴ رد شوي مهاجر اخراج شوي دي.

https://p.dw.com/p/2btjF
Flughafen Leipzig/Halle Abschiebung abgelehnter Asylbewerber
انځور: picture-alliance/dpa/H. Schmidt

په دې اخراج سره دا د تیر میلادي کال له دیسمبر میاشتي راهیسي پنځم ځل دی چې رد شوي افغان مهاجر له آلمان څخه افغانستان ته اخراجیږي. یوه الوتکه چې ۱۴ رد شوي افغان مهاجر پکې سپاره ول، د سه شنبې ورځې په سهار د افغانستان په پلازمینه کې کښیناسته. په دې پرواز سره افغانستان ته د اخراج شوو افغان مهاجرینو شمیر ۱۰۷ کسانو ته ورسید.

د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزارت په حواله د ټولو ۱۴ اخراج شوو افغانانو له ډلې څخه اوه کسان یې د نارد راین ویست فالن ایالت، درې یې د بایرن ایالت او نور له بادن وتمبیرګ، همبورګ، هیسن او راین لنډ فالز څخه اخراج شوي دي.

د اخراج شوو کسانو له ډلې څخه یو هم ۳۲ کلن جاوید نوري دی چې تر اوسه پورې دوه ځله له آلمان څخه افغانستان ته اخراج شوی دی. جاوید چې تراوسه یې په ذهن کې د آلمان یادونه تازه دي، د آلمان خبري آژانس سره په خبرو کې وویل: «کله چې زه په لومړي وار آلمان ته ولاړم هغه مهال زه ماشوم وم. له دې هیواد سره چې په جګړو کې ښکیل دی بلد نه یم.»

ویل کیږي چې جاوید په آلمان کې په یوه کوچنی دعوه کې ښکیل وو خو زنداني شوی نه دی. هغه وايي: «د الوتنې پرمهال درې غښتلي او قوي پولیس د هغه د ساتنې له پاره ګومارل شوي ول.»

جاوید نوري پر افغان ولسمشر اشرف غني له اروپايي ټولنې سره د مهاجرو پر سر پر توافقنامې نیوکه کوي او له آلمان څخه د افغان مهاجرو د اخراج اصلي لامل ولسمشر ګڼي او وايي چې په دې توافق سره یې د مهاجرو اجباري اخارج ته لاره هواره کړه. نوري په دې هکله وویل: «اوس چه هغه [ولسمشر] موږ دلته راغوښتي یو، اوس دې راته ووایي چې موږ دلته څه وکړو.»

عبیدالله دیسان چې د جنګ ځپلي کنړ ولایت اوسیدونکی دی یو له اخراج شوو افغان مهاجرینو څخه دی. هغه وايي چې د هر مهاجر د ساتني له پاره پنځه پولیس ګومارل شوي ول چې دوی کابل ته ورسوي.

عبیدالله وايي چې هغه په آلمان کې اووه کاله تیر کړي دي او له اخراج څخه درې ورځې مخکې د آلمان په مونشن ښار کې چیرته چې نوموړي په رستورانت کي کار کاوه، درو تنو پولیسو ونياوه. عبیدالله همدا راز زیاتوي چې له پرواز څخه مخکې یې درې ورځې په یوه ځانګړې مرکز کې هم تیرې کړي دي.

د دې ځوان کورنۍ د دوشنبې په شپه هغه مهال چې عبیدالله د کابل پر لور په حرکت کې وو خبر شوي دي. هغه وايي: «زه نه پوهیږم چې اوس دلته څه وکړم. د څه له پاره راغلی یم او راتلونکی به څنګه وي.»

صبغت الله رحماني چې د کاپیسا ولایت اوسیدونکی دی هم یو له اخراج شوو افغان مهاجرو څخه دی چې په دې پرواز کې کابل ته لیږل شوی دی. هغه په ۲۰۱۵م کال کې آلمان ته راغلی وو. هغه هم په داسې حال کې چې له اروپايي ټولني سره د مهاجرو پرسر د مواقتنامې له امله ولسمشر ګرم ګڼي او وايي: «افغانستان د هیچا له پاره خوندي نه دی.»

آلمان په افغانستان کې ځیني سیمي خوندي ګڼلي دي او له خپلي خاورې څخه رد شوي افغان مهاجرین همدې سیمو ته انتقالوي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په حواله، اوسمهال ۱۱۹۰۰ داسې افغانان د آلمان په مختلفو برخو کې ژوند کوي چې د پناه غوښتنه یې نه ده منل شوې. له دې ډلې څخه ۱۰۳۰۰ نور افغان مهاجرو ته د تحمل پاڼه یا په آلماني اصطلاح کې «دولدونګ» ورکړل شوی دی.

زموږ له ارشيف څخه: