1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه موټروان په يخه هوا کي مهاجر يوازي پرې ايښي او تښتېدلی دی

۱۳۹۵ دی ۲۰, دوشنبه

۱۹ پناه غوښتونکو په یوه ترانسپورتي موتر کې چې بخارۍ یې نه درلوده په منفي ۲۰ درجې يخه هوا کي سفر کاوه. موټر چلوونکي د عمومي سړک پر سر یوه تم ځای کې دغه کسان یوازې پریښي او پخپله تښتیدلی دی.

https://p.dw.com/p/2VV3j
Bundespolizei Pressefoto - Einsatz gegen Schleuser
انځور: Bundespolizei

هوا شا او خوا منفې ۲۰ درجې سړه وه چې بې پروا موټروان د ۹۳A د عمومي لارې پر سر یوه تمځای کې دغه کسان یوازې پريښي دي. دغه سیمه د بایرن ایالت برنن بورگ ته نزدې موقعیت لري. له دغو کسانو څخه یوه تن له نورو موټر چلوونکو سره په دغه تمځای کې خبري کړي دي چې هغوی بیا پولیسو ته خبر ورکړی دی.

په پای کې بیړنیو مرسته کوونکو ډاکټرانو، ژغورونکې عملې او د آلمان فدرالي پولیسو د دغو پناه غوښتونکو غم خوړلی دی چې په یخنۍ کې په یوه ترانسپورتي موتر کې ناست وو. په دغو ۱۹ کسانو کې ۱۴ لویان دي او د نورو پنځه تنو عمرونه له قانوني سن یا اتلس کلنۍ څخه ټیټ دي.

د دغو کسانو د خپلو معلوماتو له مخې له عراق، ایران او سوریې هیوادونو سره تړاو لري، خو له دغو کسانو سر سفري اسناد نه ول.

له ایټالیې د سفر پېل کول

د دغو پناه غوښتونکو د معلوماتو له مخې په ایټالیا کې یې د یوه مهاجر کمپ څخه سفر پېل کړی وو. د خپل دغه سفر له پاره هغوی هر کس له ۵۰۰ څخه تر ۸۰۰ یورو پورې قاچاقبر ته ورکړې وې. کابو له یوې نیمې ورځې سفر وروسته په ظاهري توگه د دغه موټر ماشین خراب شوی وو او بیا دغه کسان د موټر چلوونکي له لورې پر لویه لار یوازې پریښودل شوي دي.

د رپوټونو له مخې د موټر نمبر پلیټ د بریتانيا وو. لا تر اوسه د موټر چلوونکي هیڅ درک نه شته. پولیس دا خبره نه رودي چې موټر چلوونکي دې یوه بل بدرگه کوونکي موټر کې تښتېدلی وي. زیاته شوې ده چې د هغه لټون روان دی.

نور مطالب: