يوه سوريايي مهاجر پر خپلې لور انګلا مېرکل محمد نوم ايښی
۱۳۹۶ شهریور ۱, چهارشنبهد رويترز خبري آژانس د رپوټ په حواله، دغه سوريايي مهاجر په آلمان کې خپلې زيږيدلې لور باندې ځکه د آلمان د صدراعظمې نوم ايښی دی تر څو يې د صدراعظمې انګلا مېرکل د مهاجر پلوه سياست څخه ستاينه او درناوي کړی وي. د آلمان صدراعظمې انګلا مېرکل په ۲۰۱۵ کال کې د مهاجرو پر مخ د خپل هيواد دروازې خلاصې پريښودې، چې په ترڅ کې يې د سوريې، عراق او نورو جګړه ځپلو هيوادونو څخه په سلونو زره مهاجر دغه هيواد ته ورغلل.
د آلمان د مونستر ښار د سينت فرانسسکس روغتون يوې وياندې رويترز خبري آژانس ته ويلي دي: «د نوې زيږیدلې ماشومې لومړنی نوم انګلا او دويم نوم يې مېرکل دی، د ماشوم مور او پلار غواړي چې دې سره له صدراعظمې مېرکل څخه خپله منندويي څرګنده کړي».
د دغې مهاجرې ماشومې بشپړ نوم انګلا مېرکل محمد، ايښودل شوی دی. د اګست مياشتې په ۱۶ نيټه د دغې زیږیدلې ماشومې وزن ۸ اعشاريه ۶ پاونډه وو. د روغتون د چارواکو په وينا، ماشومه له بشپړ روغتيايي حالت څخه برخمنه ده.
د دغې ماشومې مور آسيه او پلار يې خالد محمد د خپلو څلورو نورو ماشومانو سره په ۲۰۱۵ کال کې آلمان ته رسیدلي وو.
وروسته له هغې چې مېرکل د مهاجرو پر مخ د آلمان د پولو د پرانیستو اعلان وکړ او دغه هيواد ته په سلونو زره مهاجر ورغلل صدراعظمې انګلا مېرکل تر سختو نيوکو او فشارونه لاندې راغله. د هغې دغه سياست د دې سبب شو چې په چټکۍ سره يې په ملي کچه محبوبيت زيانمن شي.
خو مېرکل چې اوس د آلمان د صدراعظمۍ څوکۍ له پاره بيا نومانده ده هيله منده ده چې د څلورم ځل له پاره به هم د آلمان د صدراعظمۍ څوکۍ ګټي. د آلمان پارلماني ټاکنې راتلونکې سپتمبر میاشتې کې ترسره کيږي.
د تير میلادي کال راهیسي آلمان ته د نوو راتلونکو مهاجرو په شمير کې ډیر کمښت راغلی دی چې په دې سره يو ځل بیا د مېرکل محبوبيت په خلکو کې زيات شوی دی.
آلمان کې دا لومړی وار نه دي چې يوه مهاجره کورنۍ پر خپل نوي زيږیدلي ماشوم د صدراعظمې انګلا مېرکل نوم ږدي. تر دې مخکې د ۲۰۱۵ کال په فبرورۍ مياشت کې له ګانا هیواد سره تړاو درلودونکي مهاجرې کورنۍ هم د آلمان په هانوور ښار کې پر خپلې لور د انګلا مېرکل، نوم ايښی وو.