1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه رسامي تر ټوله په لوړه بیه وپلورل شوه

۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۹, جمعه

ځیني خلک په هنر کې لیوني کیږي او ځیني بیا د هنر لیوني وي. د امریکا په یوه نندارتون کې د یوه مړه شوي امریکايي رسام هنري اثر په ۱۱۰میلیونه ډالره پلورل شوی دی.

https://p.dw.com/p/2dES0
Gemälde "Untitled" von Jean-Michel Basquiat
انځور: picture-alliance/dpa/Courtesy Sotheby's

د مړه شوي جیان میشایل باسکیا هنري اثر د نیویارک په یوه نندارتون کې په ۱۱۰ میلیونه ډالره وپلورل شو. د امریکايي هنرمندانو په دې نندارتون کې په ۱۹۸۲م کال کې د «بې عنوانه» په نامه دغه رسامي تر اوسه تر ټولو په لوړه بیه پلورل شوې.

د پنجشنبې په ورځ د سوتربي په نندارتون کې د هنري اثارو ټولوونکي جاپاني میلیاردر د لسو دقیقو په ترڅ کې کوپړۍ ته ورته د روغني رنګ پر رخت باندي د رسامۍ د رنګ یا اکرلیک او د سپرې د رنګ په مټ رسم شوی انځور د ۱۱۰.۵ میلیونو ډالرو په ارزښت خپل کړ.

د امریکا متحدو ایالاتو په بروکلین کې زیږیدلی باسکیا چې مور او پلار یې د هایتي او پورتو ریکو اتباع وو، په وړکتوب کې د نیویارک ښار د هنرونو موزیم ته ورغلی وو چې بیا وروسته د کوڅو د دیوالونو نامتو رسام شو. باسکیا په ۱۹۸۸م کې تر حد زيات مخدرو توکو د کارونې له امله په ۲۷ کلنۍ کې ومړ.

د یاساکو مایزاوا په نامه جاپاني سوداګر چې دغه اثر یې واخیست وویل چې وروسته له دې چې د باسکیا دغه هنري اثر نړیوالو ادارو ته د نندارې له پاره ورکړي، هغه پلان لري چې یاد اثر د جاپان په چیبا ښار کې په خپل موزیم کې نندارې ته وړاندي کړي.

مایزاوا وویل: «کله مې چې دغه رسامي ولیده نو هغې مینې چې زه یې له هنر او رسامۍ سره لرم، زه ډیر هیجان او خوښ کړم.» په عین حال کې د سوتربي د معاصرو هنرونو د څانګې مشر، ګریګویرې بیلاولت وايي چې تر دې مخکې ما هیڅکله هم په یوه رسامۍ کې تر دې اندازې پورې احساسات نه وو لیدلي.

د یادولو وړ ده چې د پابلو پیکاسو هنري اثر د نړۍ تر ټولو لوړ بیه هنري اثر دی. د پیکاسو د "The Women of Algiers"  هنري اثر په ۲۰۱۵م کال کې په نیویارک کې په ۱۷۹.۴ میلیونه ډالر پلورل شوی دی.

(AP,AFP/ KH)

زموږ له ارشيف څخه: