1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه افغان پوليس دوه بهرني عسکر ووژل

۱۳۹۰ فروردین ۱۵, دوشنبه

د فارياب د والي مرستيال ستاربارز وويل د يو افغان پوليس لخوا د تالاشۍ په يوه پوسته کي په ډزو کي دوه امريکايي عسکر وژل سوي دي. هغه زياته کړې« پولس هغه دوه تنه وژلي چي افغان پوليسو ته يې روزنه ورکوله.»

https://p.dw.com/p/RFEU
افغان پوليس
افغان پوليسانځور: DW

د افغان عسکرو لخوا په دوامداره توګه ورته حملو د امريکايي او ناټو ځواکونو هغه کوښښونه چي غواړي افغان امنيتي ځواکونه په چټکه توګه وروزي او په نږدې راتلونکې کښي د امنيت مسووليت وسپاري ترپوښتني لاندي راوستي.

ناټو ځواکونو ويلي چي د امريکايي عسکرو د مړيني په اړه يې پلټني پيل کړي چي د يو افغان پوليس لخوا وژل سوي.

د ايساف لخوا په خبر پاڼه کي راغلي « د لومړنيو معلوماتو په اساس يو افغان چي د سرحدي پولسو جامې يې په غاړه وې په مرکز کي دننه پر ايساف ځواکونو ډزي کړي، او وروسته په تېښته بريالی سوی.»

په افغانستان کي يونيفورم په مکمل ډول دا نه څرګندوي، چي حمله کوونکی افغان پوليس وو. ځکه د افغاني ځواکونو يونيفورم د ټول هيواد په کچه په مارکيټونو کي سته، اصلاً د دغه يونيفورم خرڅول غير قانوني کار دي. خو کله نا کله د طالبانو لخوا هم په حملو کي کار ور څخه اخيستل کيږي.

په ۲۰۰۹ کال د يوقهريدلي افغان عسکر لخوا د ۵ برتانوي عسکرو تر وژل کيدو وروسته افغان چارواکو په پوځ کي د شامليدونکو کسانو په کلکه پلټني کوي. هغه وخت وسله والو طالبانو ادعا کړي ول چي دغه کس ددوي انډيوال و.

تير کال هم دي ته ورته پيښي د افغانستان په شمال او ختيځ کي را منځ ته سوي وې.

د کارپوهانو په اند د پوليسو د روزني په وخت کي ځکه داسي پيښي را منځته کيږي چي هلته بهرني روزونکي ځني وخت داسي کليمات استعمالوي چي افغانان د هغه د اوريدو زغم نه لري.

څه موده وړاندي د افغانستان په شمال بغلان ولايت کي د الماني ځواکونو د يوي پوځي قشلي مخ ته هم يوه افغان عسکر پر الماني عسکرو د توپک خوله ور راسته کړه، دري تنه يي ووژل او څو تنه نوريي ټپيان کړل.

هغه وخت هم د افغان عسکر په اړه شکونه موجود ول. ويل کيدل چي دا عسکر نه بلکي يو عادي سړی و خو جامې يې د پوليسو په تن وې. ولي وروسته معلومه سوه، چي هغه افغان عسکر و.

اوس هم د شمالي سيمو د سرحدي پوليس يو لوړ پوړي چارواکي جنرال حبيب سيد خيل ويلي چي دغه ډزي مرکز ته څيرمه د يو کور څخه سوي.

هغه زياته کړه يو پوليس ساتونکي د حملي څخه وروسته تښتيدلی خو هلته د مرميو خالي پچکان ندي موندل سوي. د هغه وړانديز دا وو چي هغه د جرم څخه نه بلکي د ويري څخه تښتيدلی دی.

هغه زياته کړې « تر ډزو وروسته عسکرد خپل ژوند د خوندي کولو په خاطر تښتېدلی » «ددي خبري هيڅ شواهد نسته چي هغه دي امريکايان وژلي وي».

آژانسونه/ سيد رياض

کتونکی: نجيب الله زيارمل