1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه اخراج سوي افغان مهاجر ته بيرته د جرمني ويزه ورکړل سوه

۱۳۹۶ آذر ۲۲, چهارشنبه

د پناه غوښتوني په پروسه کي د یوې غلطۍ په سبب د جرمني د مهاجرو او پناه غوښتني اداره باید افغانستان ته یوه اخراج سوئ افغان بیرته راوغواړي. هغه اوس بیرته ویزه اخیستې او ډیر ژر به راسي.

https://p.dw.com/p/2pH6o
aus Deutschland nach Afghanistan abgeschobene Afghanen
انځور: DW/S. Petersmann

یو رد سوئ افغان چي د پناه غوښتني په پروسه کي د غلطۍ په سبب باید بیرته جرمني ته راوستل سي، اوس ورته ویزه ورکړل سوې ده. د حشمت الله ف په نامه دغه کس د المان خبري آژانس ته ویلي دي چي«زه ډیر خوشاله یم او زه هیڅ گومان نه کوم، چي دا کار به وسي.»

ولي په اسلام اباد کي د جرمني سفارت؟

هغه ته نن چهارشنبې په اسلام آباد کي د جرمني سفارت ویزه ورکړه. په افغانستان کي د جرمني سفارت تر یوې سختي بمي چاودني وروسته تړلی دی. په اسلام آباد کي د مهاجرو د بين المللي سازمان (IOM )یوه کارکونکي وویل چي «موږ هغه ته د الوتکي ټکټ هغه وخت اخلو، کله چي دی ویزه ولري.» خو اوس چي هغه ویزه لري، نو ټکټ به هم ورته واخیستل سي، او ډیر ژر به جرمني ته ولاړ سي. د جرمني د خارجه وزارت او مهاجرو او پناه غوښتني د ادارې په غوښتنه د حشمت الله په بیرته راتگ کي کومک کوي.

په کابل کي د جرمني د سفارت د تړلو په سبب ډیري افغان کورنۍ چي غواړي په جرمني کي له خپلو دوستانو سره یوځای سي، مجبوره دي په اسلام آباد او یا نوي ډیلي کي د هغوی سفارتونو ته مراجعه وکړي.

dpa,afp(Q.N/N.Z)

زموږ له ارشيف څخه: