1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يونان په مالي بازارونو کي خپل اعتبار دلاسه ورکړی دی

۱۳۸۹ اردیبهشت ۸, چهارشنبه

دا هغه لويه فاجعه بلل کيږي، چي تراوسه پوري يې په اروپا کي ساری نه و ليدل سوی.

https://p.dw.com/p/N8g0
که چيري یونان وغواړي خپل دولتي بهادار اسناد خرڅ کړي، بايد د هغه دپاره لږ تر لږه په سلو کي 15 ربح ورکړي.
که چيري یونان وغواړي خپل دولتي بهادار اسناد خرڅ کړي، بايد د هغه دپاره لږ تر لږه په سلو کي 15 ربح ورکړي.انځور: AP / DW-Fotomontage

مهم خبري آژانسونه او هغه پاڼۍ چي دمالي مسايلو په هکله معلومات لري ، لکه Ratingagentur, Standard and Poors د يونان د دولتي پورونو په هکله قضاوت کوي، چي دغه راز بهادار اسناد قومار ته ورته اسناد دي چي کيدای سي سړی خپله ټوله شته مني پکښي بايلي.

ددې خبري مانا داده چي يونان دداسي یو مالي بحرانه سره مخامخ دی، چي کيدای سي په راتلونکي کي ونسي کړای خپل پورونه بيرته ورکړي.

د خبرونو له مخه نه يواځي ديوانان مالي وضع خرابه نه ده، بلکي د پرتګال مالي وضع هم دومره بحراني ده، چي ښايي دغه هیواد هم ونسي کړای په راتلونکي کي خپل پورونه بيرته ورکړي.

طبعاً پانګه وال او کوم کسان، چي پيسي لري او غواړي هغه په کار واچوي، نو هغوي ددغه آژانسونوڅېړنو ته زیات ارزښت دغه دواړه هيوادونه، چي د اروپايي تولني غړي دي او رسمي پيسې يې يورو بلل کیږي، نو دغه قضاوت ديورو د اعتبار دپاره يوه سخته ضربه بلل کیږي.

ددغه رپوټ په خپريدلو سره اوس په مالي بازارونو کي د يونان په هکله داسي قضاوت کیږي، چي دغه هیواد په اصطلا ډیوالي سوی او هر پور، چي دغه هیواد ته ورکول کیږي، امکان لري، چي ټول وسوځي.

دمالي چارو کار پوه Nichlas Skourias د يونان د مالي ستونزوپه اړوند وايي،

وضع ډيره پېچلې او جدي ده. که چيري یونان وغواړي خپل دولتي بهادار اسناد خرڅ کړي، بايد د هغه دپاره لږ تر لږه په سلو کي 15 ربح ورکړي.

رښتيا او سپینه خبره داده، چي دیونان دولت دافلاس يا ډیوالي کيدلو درشل ته رسيدلی دی. پرتګال هم دغه درشل ته نژدي کیږي که څه هم په روان وخت کي لا تراوسه ديونان په شان له مالي ستونزو سره ندی مخامخ.

د مالي چارو کارپوه وايي، خبره داده چي پرتګاليان هم ديونانیانو په شان دسپما کولو سره زياته علاقمندي نلري، او کله که ددغه هيواد حکومت دسپما دپاره تدابير غوره کوي، نو د اعتراضونو او اعتصابونو ږغ را پورته کیږي.

د اروپايي ټولني په کړیو کي ويل کیږي،چي ښايي تر راتلونکي دو اونيو پوري د اروپايي ټولني د هغه غړيو هيوادونو حکومتي مشران، چي يورو ددوی رسمي پيسې دي سره راغونډ سي،او يونان ته دیوه پور د ورکولو په اړه پريکړه وکړي.

د آلمان په شمول په ډیرو نورو اوروپايي هیوادونو کي دا پوښتنه مطرح ده، چي په اصطلا بد خرڅي يونانیانوکړې، ولي تاوانونه يې نورګالي.

Jelinek, Jörg/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل