يونان د په سونو مهاجرو پناه غوښتنه منلې ده
۱۳۹۵ خرداد ۲۶, چهارشنبهپه يونان کي په سونو پناه غوښتونکو ته پناه ورکړل سوې ده. په دې لړ کي يوازي په تيرو څو اونيو کي د يونان په ټاپوګانو کي ۸۰۰ مهاجر منل سوي دي.
په دې توګه دغه مهاجر چي له ترکيې څخه يونان ته راغلي ول، د اروپايي اتحاديې او ترکيې تر منځ تړون په چوکاټ کي بېرته ترکيې ته نه لېږل کیږي.
د دغه تړون له مخي يوازي هغه مهاجر له يونان څخه بېرته ترکيې ته لېږل کيږي چي د ۲۰۱۶م کال د مارچ مياشتي له دوهمي وروسته له ترکيې څخه يونان ته راغلي وي او په يونان کي يې د پناه غوښتنه نه وي کړې. يوازي د يونان د آګايس په ټاپو کي اوس ۸۰۰۰ پناه غوښتونکي موجود دي.
دا چي په دومره اندازه مهاجر په يونان کي قبول سوي، د يونانۍ ورځپاڼي «کاتېميريني» د راپور پر اساس يوه وجه يې دا ده چي زيات يوناني قاضيان ترکيې ته د خوندي هيواد په سترګه نه ګوري. دغه قاضيان له همدې کبله د دې پر ضد فيصلې کوي چي مهاجر دي بېرته ترکيې ته ولېږدول سي.
د يونان د سرحدي ځواک وياند د آلمان خبري آژانس سره په خبرو کي دا خبره تائيد کړې ده، چي د يونان په ټاپوګانو کي مهاجر قبول سوي دي. خو دغه وياند د منل سوو مهاجرو شمېر څرګند کړی نه دی.
د يادي ورځپاڼي په راپور کي راغلي دي چي هغه مهاجر چي قبول سوي دي، اکثريت يې ښځي ماشومان او هغه ناروغه انسانان دي چي له سوريې سره تړاو لري او بايد له خپلو کورنيو سره يوځای سي.
دا هم ويل سوي دي چي د دغو کسانو خپلوان تر مخه لا د اروپا په مرکزي او شمالي هيوادونو کي ژوند کوي.