يونان د مقدونيا له سرحده افغان مهاجر شړي
۱۳۹۴ اسفند ۴, سهشنبهد يونان پوليسو له مقدونیا سره په سرحد کي د اورگاډو هغه لاره خلاصه کړې چي له څه مودې راهيسي افغان مهاجرو بنده کړې وه. دوی په سونو افغان مهاجر له دغي سیمي شړلي دي.
تر دې دمخه مقدونيا افغان مهاجرو ته بې له کومي پوښتني لاره ورکول چي له سرحدونو ئې اروپايي هيوادونو ته تېر سي.
له مقدونيا سره د يونان په سرحد کي د بې سرحده ډاکټرانو يوه غړي ويلي دي چي اوس دغي سيمي ته سرويسونه رسېدلي، څو مهاجر له هغه ځايه انتقال کړي.
پوليسو هم تائيد کړې ده چي بې له عراقیانو او سوريايانو چي مقدونيا ته د تېرېدو اجازه لري، نور نژدې ۹۰۰ مهاجر به په سرويسونو کي يونان ته انتقال کړي.
مقدونيا د سه شنبې په ورځ خپل سرحد له يونان څخه د ورتلونکو مهاجرو پر مخ وتاړه. ويل کيږي چي دغه سرحد ته نژدې ۵۰۰۰ مهاجر سره راټول سوي دي.
افغان مهاجرو د دوشنبې په ورځ د دوی پر مخ د مقدونيا سرحد د بندېدو په غبرگون کي د يونان او مقدونيا په سرحد کي د اورگاډي لاره بنده کړه.
مقدونيا د يکشنبې په ورځ پريکړه وکړه چي نور به افغان مهاجرو ته له خپلو سرحدونو د تېرېدو اجازه نه ورکوي. له هغه راهيسي په سوونو مهاجرو کوښښ کاوه چي له سرحدونو تر سې خو مقدونيا په بشپړه توگه سرحد وتاړه.