1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«يونان او اروپايي اتحاديه ماشوم مهاجر هم په توقيف کي ساتي»

۱۳۹۵ فروردین ۲۸, شنبه

د بشر حقونو د څار ادارې د پنجشنبې په ورځ، پر اروپايي اتحادیې او په ځانګړې توګه یونان باندې نیوکه کړې چې له ترکیې څخه یونان ته راغلي مهاجر یې په خورا زیات بد حالت کې په توقیف کې ساتلي دي.

https://p.dw.com/p/1IWt6
انځور: Getty Images/A. Koerner

له اتن څخه د آلمان خبري آژانس (DPA) د رپوټونو له مخې، د بشر حقونو د څار ادرې ( هیومن رایټس واچ) پر اروپايي اتحاديې او یونان تور لګولی چې له ترکيې څخه د یونان ټاپوګانو ته نوي راتلونکي مهاجر یې په خورا زیات بد حالت کې په توقیف کې اچولي دي. د دغو رپوټونو له مخې د یونان په لیسبوس او خیوس ټاپوګانو کې شاوخوا څلور زره مهاجر په توقیف کې ساتل کیږي، چې هغو کې حامله داره میرمنې، ماشومان او معیوب انسانان شامل دي.

د آژه سمندرګي ټاپوګان د هغو زرونو مهاجرو لپاره چې له منځني ختیځ، شمالي افریقا او آسیايي هیوادونو څخه اروپا ته د سیاسي پناه غوښتنې لپاره ځي د اروپا د دروازې حیثیت لري.

د بشر حقونو د څار ادارې له لوري، ایوا کوزي په دې باب ویلې:« یونان ته د اسلامي دولت او طالبانو له شکنجو او د شام حکومت د بیرلي بمونو څخه د ساتنې په موخه راغلي مهاجر د اروپايي اتحادیې د نافذ شوې کړنلارې له مخې په توقیف کې ساتل کیږي.» هغه زیاته کړه په دې برخه کې د مهاجرو د بندي کولو پرته نوري لارې چارې هم شته، خو د پنجرو تر شا د مهاجرو بندي کول هیڅ ډول قانوني او اخلاقي جواز نلري.

د دغې خبرې په غبرګون کې، په بروکسیل کې د اروپايي کمیسیون ویاند «تووي ارنست»، خبریالانو ته وویل چې د سیاسي پناه غوښتونکو نیونه په خورا کمه توګه، هغه هم یواځې د اړتیا پر وخت کیدای شي. هغه وویل، چې دا موضوع په اروپايي قوانینو کې ځای لري او د یونان په ټاپوګانو کې ځکه ترسره کیږي تر څو مهاجرین په پټه تیښتې ونکړي.

په لمړي سر کې د یونان په خیوس او لیسبوس ټاپو ګانو کې د مهاجرو کمپونه د مهاجرو د راجستر کولو په توګه کاریدل، خو د ترکیې اروپايي اتحادیې ترمنځ د شخړیز تړون څخه راپدیخوا له دغو مرکزونو څخه د مهاجر د توقیف ځای په توګه هم کار اخیستل کیږي. د مارچ میاشت له شلمې نیټې راپدیخوا هغه کډوال چې د آژه سمندرګي له لارې یونان ته رارسیدلي دي، د یونان لخوا په یادو کمپونو کې اچول شوي دي.