1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوناما د طالبانو له خوا د ښځو پر نيولو اندېښنه ښوولې

۱۴۰۲ دی ۲۱, پنجشنبه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر، یوناما د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر « خپلسرو نیونو او توقیفونو» اندېښنه ښوولې ده. طالبانو مخکې ويلي دي چې دوی يو شمېر ښځې او نجونې د «حجاب نه مراعتولو» په دليل نيولي دي.

https://p.dw.com/p/4b8H8
Afghanistan | Bäckerei in Kabul spendet Brot
انځور: Ali Khara/REUTERS

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان دفتر، یوناما، د پنجشنبې په ورځ (د جنوري ۱۱مه) په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې «په پلازمينه کابل کې په لویه کچه ښځو او نجونو ته اخطارونه ورکړل شوي او توقیف شوي دي.»

په اعلاميه کې راغلي چې د «دايکندي ولایت په نیلي ښار» کې هم ښځې او نجونې توقیف شوي او طالبانو ویلي چې دغه ښځې به د هغوی د نارینه محرم له خوا د ضمانت پاڼې د لاسلیک کولو په صورت کې خوشي کړي «که نه له سزا سره به مخامخ شي.»

یوناما ويلي دي چې د طالبانو له خوا له مخکيني خبر پرته د ښځو د نيولو او هغو سره د بد چلند ادعاو په هکله پلټنه کوي.

یوناما وايي دطالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت چارواکو او پولیسو له خوا د جنوري مياشتې له لومړۍ راهيسې په کابل او دایکندي ولایتونو کې د حجاب فرمان د عملي کولو کمپاينونه پيل شوي دي. سرچينه وايي د کمپاينونو په ترڅ کې ېې ګڼ شمېر ښځې او نجونې ګواښل شوي او توقیف شوي او «د مذهبي او توکمیزو اقلیتونو ټولنې په غیر متناسب ډول اغېزمنې شوي دي.»

یوناما زیاتوي چې دغه موضوعات ېې له طالب چارواکو سره په مستقيمه توګه شريک کړي او د توقیف شوو ښځو او نجونو د ژر تر ژره خوشې کولو غوښتنه ېې کړې ده. 

د اسوشتيد پریس د رپوټ پر اساس، طالبانو تېره اوونۍ وويل چې د دوی ښځینه پولیسو يو شمېر ښځې د «ناوړه حجاب» اغوستلو په دليل توقیف کړي دي.

په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې روزا اوتنبایوا له قوله راغلي چې د طالبانو له خوا «په پلې کېدونکو اقداماتو کې فزیکي تاوتريخوالی په خاص ډول د ښځو او نجونو له پاره سپکوونکی او خطرناک دی.»

طالبانو د ۲۰۲۲م کال په می میاشت کې د حجاب فرمان صادر کړ. د فرمان له مخې ښځې باید داسې ټيکري یا برقعې په سر کړي چې يوازې سترګې ېې ښکاره شي. دا د ۲۰۲۱م کال اګست راهیسې چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، لومړی ځل دی چې دغه ډله ښځې د حجاب موضوع سره په تړاو نيسي او توقیفوي.

په ۲۰۲۲م کال کې په ګاونډي هېواد ایران کې یوه مېرمن د حجاب د نه رعایت په دليل د ایران مذهبي پولیسو له خوا تر نيول کېدو وروسته په توقیف کې مړه شوه چې د هېواد دننه او بهر يې پراخ اعتراضونه راوپارول.

(AP)mks/bs

له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل