1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوازي په يوه کليسا کي ۵۰۰ مهاجرو ته د تعميد غسل ورکړل سوی

۱۳۹۵ آذر ۲۹, دوشنبه

داسي ښکاري چي په جرمني کي د هغو مهاجرو شمېر چي مسيحيت ته اوړي، تر هغه ډېر دئ چي تصور ئې کېده. د راپورونو له مخي د دوی ډېری ايرانيان دي.

https://p.dw.com/p/2UVpX
Symbolbild Christen und Muslime, Kirchenasyl
انځور: picture-alliance/dpa/H. Tittel

په برلين کي يوه ايالتي اسقف مارکوس دروگه، د پروتستانو خبري آژانس «ای پي ډي» ته ويلي دي چي يوازي د برلين په ايالتي کليسا (لرلين-براندنبورگ-شليزيشه ابرلاوزيتڅ) کي ۵۰۰ مهاجرو ته د تعميد غسل ورکړل سوی دئ. هغه ويلي دي چي دا «دپام وړ شمېر» دئ.

د پروتستانو دغه اسقف زياته کړې: «موږ په ۲۰۱۵م او ۲۰۱۶م کلونو کي ۴۳۰ کسانو ته د تعميد غسل ورکړی او ۶۰ کسان لا د غسل په تمه دي. نو ويلای سو چي په ټوله ايزه توگه ۵۰۰ مهاجرو ته د تعميد غسل ورکړل سوی يا د دغه دين غوښتونکي دي.»

د ارزونو له مخي تر اوسه پوري داسي تصور کېده چي په ټول جرمني کي دي ۲۰۰۰ مهاجرو ته د تعميد غسل ورکړل سوی وي.

د ايالتي کليسا اسقف دورگه، ټينگار وکړ: «چي يوازي زموږ په کليسا کي ۵۰۰ مهاجرو ته د تعميد غسل ورکړل سوی، نو په ټول جرمني کي به ئې شمېر تر ۲۰۰۰ زيات وي.» د هغه په خبره هغو کسانو ته چي د تعميد غسل ورکړل سوی، ډېری ئې ايرانيان دي. د افغانستان، سوريې او عراق مهاجر پکښې لږ دي.

هغه زياته کړه: «د هغو ايرانيانو چي د تعميد غسل په تمه دي، ډېری ئې په خپل هيواد کي مسيحيت ته علاقمند ول، خو کولای ئې نه سوای چي دغه علاقمندي په ښکاره توگه وښيي. دلته په جرمني کي دوی کولای سي د مسيحيت له قواعدو سره سم ژوند وکړي.»

دروگه دا احتمال هم نه ردوي چي کيدای سي ډېرو مهاجرو د دې له پاره چي د پناه غوښتني کار ئې پر مخ ولاړ سي د تعميد غسل ته زړه ښه کړی وي. هغه ويلي دي: «په ځينو مواردو يا په هغه صورت کي چي د يادو مهاجرو په هيوادونو کي د عقېدې آزادي محدوده وي، د تعميد غسل کيدای سي د پناه غوښتني په برخه کي اغېزه ولري.» خو د هغه په خبره دا مساله حتمي نه ده.

د پروتستانو دغه اسقف ويلي دي: «موږ مهاجرو ته ويلي دي چي د تعميد غسل زموږ وټولني ته د ننوتلو کيلي نه ده.»

نور مطالب: