1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يو ۱۷ کلن مهاجر د ځايي خلکو په تشویق ځان وژلی دی

۱۳۹۵ آبان ۲, یکشنبه

د جرمني په ختيځ کې يو ۱۷ کلن سوماليايي مهاجر چې ويل کيږي د ځايي خلکو لخوا ځان وژني ته تشویق سوی دی،د پنځم منزل څخه ځان راګوزار او مړ سو.

https://p.dw.com/p/2Ra6a
Libyen Tripolis Gerettete Migranten
انځور: Reuters/H. Amara

د جرمني د ختيځ د«شمولن» ښاروال وويل چې د شنبې په ورځ ددغه خبر ترلاسه کول ده ته سخت ټکان ورکړ. ښاروال ويلي دي چې ښايي دغه ځوان د ليدونکو لخوا ځان غورځولو ته تشويق شوی وي. گمان کیږي، چي دغه ځوان په روحي ناروغي اخته شوی وو.

ښاروال سوين شاردا، الماني ټلویزوني خپرونيMDR ته وويل:« مونږ داسې معلومات ترلاسه کړي دي چې ځينو کسانو مخکي تر ځان رالویدو پردغه هلک غږونه کول چې ځان راوغورځوه». هغه زياته کړه: « داسې کار هيڅ څوک نه کوي».

چارواکي د جمعې په ورځ، وروسته ترهغه د پيښې ځای ته ورسیدل چې د مهاجرو له مرکز څخه ورته د يو ځوان له لوري د تاوتريخوالي عمل په باب ورته تلیفون شوی وو. کله چې چارواکي مرکز ته رسيږي دغه سوماليايي مهاجر د آپارتمان د پنځم منزل دکړکۍ په څنډه کې ناست وو. پوليسو او د اطفائيې کارکونکو هڅې وکړې چې هغه ته نجات وکړي خو ځوان دکړکۍ څخه ځان لاندي راګوزار کړ او د وراوښتو ټپونو له امله يې ساه ورکړه.

د سيمې يوه چارواکي «متيز بيرګمن» وويل چې داسې رپوټونه هم شته چې ليدونکو د پيښې څخه د فلم د صحنې په شان انځورونه اخيستي دي. هغه دغه عمل ډير تکان ورکونکی وباله.

پوليسو د ليدونکو لخوا ځان وژني ته د ځوان د تشويقولو موضوع نه ده تائيد کړې، خو د پيښې په تړاو يې ددغه مرکز له هغه کارکونکي څخه تحقيقات پيل کړي دي، چي ويلي يې وه، خلکو مهاجر تشويق کړی ؤ. 

وژل شوی سوماليايي مهاجر د اپریل دمياشتې راپديخوا په شمولن ښار کې اوسيده او د جمعې په ورځ د ځوانانو دغه مرکز ته راوستل شوی وو. هغه چې ويل کيږي روحي ناروغي يې لرله، یاد مرکز ته تر راووستلو دمخه يوه اوونۍ په يوه کلينيک کې تر درملني لاندې وو.

پرورته موضوع انځورونه زموږ د آرشیف څخه(01.07.2016)