1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يو شمېر وکيلانو په کاري اعتصاب لاس پوري کړی

۱۳۹۰ خرداد ۲۲, یکشنبه

د افغانستان د ولسي جرګې دغه غړي وايي، دوی غواړي د قانون له مخه خپلي کلنۍ رخصتۍ واخلي تر څو وکړای سي د خپلو موکيلينوستونزو ته د خپلو سيمو په کچه حل لاري ومومي.

https://p.dw.com/p/11Yvz
د ولسي جرگې تالار
د ولسي جرگې تالارانځور: DW

د پارلمان يو شميرغړو د پرون ورځي راهيسي په کاري اعتصاب لاس پوري کړی.

د ولسي جرګې د داخلي اصولو د لايحي له مخه وکيلان هر کال دوه ځله د کلنۍ رخصتۍ حق لري.

ټاکل سوې وه چي د جوزا مياشتي له نيماي څخه د يوې مياشتي له پاره د ولسي جرګې غونډي تعطيل سي خو ځينو وکيلانو د رخصتۍ اخيستل په اوسنيو حالاتو کي له ملت سره دوکې ته ورته وبلله.

د دغي غوښتني پلويو وکيلانو د پارلمان عادي غونډي د ۱۵ نورو ورځو له پاره جاري ساتلي دي.

هغوی وايي دوی به تر هغه په رخصتيو ولاړ نسي تر څو ولسمشر کرزي د کابيني پاته وزيران نه يي ور پيژندلي.

خو اوس د دغي غوښتني مخالف وکيلانو د اعتراض په توګه په کاري چوپتيا لاس پوري کړی او د ولسي جرګې په غونډو کي له پيل څخه تر پايه پټه خوله ناست وي.

په ملي شورا کي د ننګرهار د خلکو استازې مېرمن آرين يون وايي يو شمير درغل وکيلان چي د انتخاباتي شکايتونو د څېړلو د ځانګړي محکمې له فيصلي څخه ويره لري له دې ډاره چي ګوندي د دوی د رخصتيو پر مهال به مهمه پريکړه وکړي، نه غواړي خپلي کلنۍ رخصتۍ واخلي.

« دغه وکيلان په دې خاطر چي ځانګړې محکمه په دغو ورځو کي خپله فيصله اعلام نه کړي نو دوی له ډاره په کمين کي ناست دي او نه غواړي چي پارلمان رخصت سي، موږ غواړو چي پارلمان رخصت سي او خپلو سيمو ته ورسو او له خپلو موکيلينو سره د هغوی پر ستونزو له نږدې وږغيږو».

رپوټونه کاږي چي که چيري ځانګړې محکمه خپل حکم صادر کړي نو کيدای سي چي د ولسي جرګې شاوخوا اتيا تنه برحال وکيلان خپلي څوکۍ له لاسه ورکړي.

په تيرو دوو اونيو کي دوه ځله د ولسي جرګي پلاويو له ولسمشر کرزي سره هم په دي باب کتلي دي.

د پارلمان غړی رمضان بشر دوست وايي وکيلان ځکه په رخصتيو نه ولاړ چي دوی له حکومت سره معاملي ته ځانونه چمتو کوي.

« که په ريښتيا وکيلان ددې له پاره په رخصتۍ نه ځي چي خپلي شخصي ګټي د ملي ګټو قرباني کړي خو سمه ده، او که بيا دې ته ناست دي چي له ولسمشر سره معامله وکړي، د ډيرو معاشونو د اخيستلو غوښتنه وکړي،چي کړه يې هم ده، دانو بیا بله خبره ده.»

د ولسي جرګې يو شميرغړي په داسي حال کي په کاري اعتصاب لاس پوري کوي چي تيره اونۍ ولسمشر حامد کرزي د پارلمان له اداري پلاوي سره په کتو کي هغوی ته ژمنه ورکړه چي دی د کابيني د پاتي وزيرانو پر نوم لړ کار کوي او ډير ژر به يې دوی ته د باور رايي د تر لاسه کولو له پاره ور وپيژني.

کرزي له وکيلانو څخه غوښتي وو چي کولاي سي په خپلو کلنيو رخصتيو ولاړ سي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل