1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يو بل پوځي سپي، په افغانستان که د خدمت له پاره مډال وګاټه

۱۳۹۶ آبان ۲۷, شنبه

یو بریتانیایي پوځي سپی چې په افغانستان کې یې د سرتیرو ژوند ژغورلی دی، اوس ستایل کیږي. هغه ته له دې کبله د شجاعت مډال ورکړل شوی دی.

https://p.dw.com/p/2nr3d
Bildergalerie Tiere im Krieg Hund Militärhund Labrador
آرشيف انځورانځور: picture-alliance/dpa/Ben Birchall

مالي، چې یو اته کلن پلژیکي مالینوز سپی دی، د جمعې په ورځ د دینکن مډال ترلاسه کړ. دغه مډال دPDSA  ویترنري خیریه سازمان له خوا ورکول کیږي او چې د «ویکتوریا کراس مډال» معادل بلل شوی دی. ویکتوریا کراس مډال په بریتانیا کې زړرتیا له پاره تر ټولو معتبر نښان دی.

خیریه بنسټ ویلي دي چې مالي دوه ځلي د نښتو پر مهال د چاودیدونکو موادو لټولو له پاره استول شوی وو. هغه همداراز د نښتو په سیمه کې بریتانیایي ځواکونو ته یاغیان هم ښودلي دي. دغو ځواکونو بیا له همدې کبله «ډیرې اړینو څو ثانیې وخت لره» چې پر دغو یاغیانو باندې ډزې وکړي.

دینکن مډال له ۱۹۴۳ کال راهیسې هغو حیواناتو ته ورکول کیږي چې له پوځ، پولیسو او ژغورنکو سره په زړورتیا مرسته کوي. تر دې مخکې دغه مډال د پولیسو اسونو، د پیغام استوونکو کوترو، او همداراز یوې پشو ته ورکول شوی.

خو دغه لومړی پوځي سپي نه دی چي په افغانستان کي د بهرنيو عسکرو سره د مرستي له کبله ستايل کيږي. د دې څخه ترمخه هم يو شمېر پوځي سپيانو ته په افغانستان کي د خدمت له پاره مډالونه ورکول سوي دي. په دغو سپیانو کي يو مشهور سپی د بوبي په نوم ياديږي چي په ۱۸۸۰ د افغانستان په ميوند کي په جګړه کي ژوندی پاته سوی ؤ. د هغه وخت بريتانوی ملکې ويکټوريا دغه سپي ته مډال ورکړی ؤ. 

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (۲۰۱۶):