1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يو اړخ لا له خپل دريځه نه اوړي

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ مرداد ۱۸, شنبه

د اسرائيلو او فلسطينيانو ترمنځ د اوس له پاره ديپلوماسي پای ته رسېدلې ده. اوس د اردون سيند په لوېديځه غاړه کي په لوېديځ د نښتو خبرونه ورکول کیږي. د امریکا، ملگرو ملتونو او مصر يادونه کړې ده چي ديپلوماتيکي لاري خلاصي دي.

https://p.dw.com/p/1Crkd
انځور: Reuters

په غزې تراډه کي تر درې ورځني اوربند او جنگ تر بيا پيلېدو وروسته ملگرو ملتونو او امريکا متحده ايالاتو له دواړو اړخونو څخه د ژر خبرو اترو او اوربند ټينگولو غوښتنه کړې ده.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون او د امریکا حکومت ویاند جونس ايرنست، له اسرائيلو، حماس او دهغه له نورو وسله والو ډلو څخه غوښتي دي چي له زورزياتي څخه لاس واخلي. دې ته ورته وړانديز تر دې دمخه د مصر له خوا هم سوی وو.

پر اسرائيلو توغندی او پر غزې بمبار

فلسطيني ياغيانو د جمعې په ورځ سهار د درې ورځني اوربند له پای ته رسېدو سره سم بيا پر اسرائيلو باندي توغندي وتوغول. د اسرائيلو د پوځي چارواکو د معلوماتو له مخي په دغه ورځ پر اسرائيلو باندي نزدې ۶۰ توغندي توغول سوي دي. په دغو بريدونو کي د اسرائيلو له اړخه يو ملکي کس او يو عسکر ټپيان سوي دي.

دغو بريدونو ته په جواب کي اسرائيلو په غزې تراډه کي څو هدفونه بمباري کړل. د فلسطين د روغتيايي چارواکو په وينا په دغه يرغلونو کي پنځه تنه فلسطينيان وژل سوي دي. د شنبې په شپه د اسرائيلو جنگي الوتکو په ساحلي تراډه کي ۲۰ هدفونه بمبار کړي دي.

پر دې سربيره اسرائيلو په قاهره کي هغه غير مستقيمي خبري اتري هم ځنډولي دي چي د دغي يوې مياشتنی جگړې د پای ته رسولو له پاره پيل سوي وې. د اسرائيلو يوه چارواکي ويلي دي: «اسرائيل په جنگ کي خبري اتري نه کوي.»

دوه فلسطينيان د اردون سيند په لوېډيځه غاړه کي وژل سوي

په لومړي وار د لوېديځ سيند په لوېديځه غاړه کي هم د تاوتريخوالي خبر ورکړل سوی دی. پر غزې باندي د بيا بمباريو په دليل فلسطينيانو د اردون سيند په لوېديځه غاړه کي احتجاجونه وکړل او پر اسرائيلي عسکر باندي يې ډبري و اورولې. اسرائيلي عسکرو بيا احتجاج کوونکي په ربړي مرميو ويشتلي دي. په دغو نښتو کي دوه فلسطينيان وژلي سوي او تر ۳۰ زيات ټپيان سوي دي.

فلسطينيان غواړي چي له غزې تراډي څخه له کلونو راهيسي کلابندي ليري او د اسرائيلو له زندانونو څخه فلسطيني بنديان آزاد سي.

خو اسرائيلي بيا وايي چي حماس دي بې وسلې او د غزې تراډه دي غير پوځي سيمه وگرځي. خو حماس دغه شرط رد کړی دی.