1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يو آلمانی امريکا ته د جاسوسۍ په تور نيول سوی

دويچه ويله/ مسعود جهش۱۳۹۳ تیر ۱۳, جمعه

د آلمان د بهرني استخباراتي سازمان یو غړی امریکا متحده ایالاتو ته د جاسوسي کولو په تور نیول شوی دی. ویل کیږي چې دغه ۳۱ کلن سړي امریکا ته د آلمان په پارلمان کې د NSA د څېړنو په اړه معلومات ورکړي ول.

https://p.dw.com/p/1CVpE
انځور: picture-alliance/dpa

آلماني رسنیو د جمعې په ورځ وویل چې د دغه هیواد د بهرنۍ استخباراتي ادارې(BND) یو غړي پولیسو د خیانت په تور نیولی دی. دغه معلومات د آلمان د NDR او WDR رسنیو له خوا خپاره شوي دي. د لومړنیو معلوماتو له مخې چارواکو د چهارشنبې په ورځ دغه ۳۱ کلن وگړی نیول دی.

د آلمان فدرال څارنوال هم دغه خبره تائید کړې ده او ویلي دي چې پر نیول شوي کس باندي د جاسوسي کولو تورونه لگول شوي دي.

د آلمان د بهرنيو استخباراتو دغه کارکوونکی د امریکا د ملي امنيت د استخباراتي ادارې له خوا څو واري پوښتل شوی دی او يو واري يې د آلمان پارلمان د هغه کمېسيون معلومات ورکړي دي چې د امریکا د دغي ادارې د فعاليتونو په اړه څېړني کوي.

ویل کیږي چې د څېړنو پر مهال دغه وگړي ویلي دي چې هغه د آلمان د پارلمان یا بوندستاگ د یوې څېړني په اړه معلومات راټول کړي دي. که دغه تورونه رشتيا سي نو دا به تر جگړې وروسته د امریکا او آلمان ترمنځ تر ټولو ستره رسوايي وي.

دغه سړی په دې تور نيول شوی وو چې گويا د روسيې له استخباراتي سازمان سره يې د اړيکو پيدا کولو تلاښ کاوه خو کله چي پوښتل شوی دی هغه د امريکا متحده ايالاتو د ملي امنيت استخباراتي ادارې ته معلومات ور کړي دي.

د آلمان د لومړۍ وزيري وياند شتيفن زايبرت د جمعې په ورځ وويل چي انگيلا ميرکل ته د پنجشنبې په ورځ د دغي قضيې په اړه معلومات ورکړل شوي دي. زايبرت په دې اړه له څه ويلو څخه ډډه وکړه چې آیا د مير کل او اوباما د تيري شپې په تليفوني خبرو کي په دې اړه څه ويل شوي دي، که څّنگه.

د برلین او واشنگټن اړیکي له هغه وروسته لږ خړي پړې شوې چې په آلمان کې د امریکا د کورني امنیت ادارې یا NSA د پراخو څارنیزو فعالیتونو په اړه معلومات رابرسیره شول. دغه څارنیز فعالیتونه دومره پراخ ول چې لمن یې آن د آلمان د صدراعظمي انگلا میرکل، د دفتر تلیفون ته هم رسیدلې وه.