1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يو آلماس په ۵۷ میلیونه ډالره وپلورل شو

۱۳۹۵ اردیبهشت ۳۰, پنجشنبه

رنگه آلماس ډیر مینه وال لري. د سه شنبې په ورځ په ژنیو کې د کریستیز په لیلام کې وړاندې کړی شوی یو آلماس «اوپنهایمر بلو» په ۵۱،۳ میلیونه یورو وپلورل شو. د آلماس د خاوند هویت پټ پاته دی.

https://p.dw.com/p/1IqRX
Schweiz Diamant Oppenheimer Blue in Genf
انځور: picture alliance/AA

رنگه آلماس یو ډیر گران بیه شوق دی او یا یوه ښه پانگونه. په ژنیو کې په کریستیز لیلام کې وړاندې شوی د «اوپنهایمر بلو» په نوم یو اسماني رنگه آلماس په ۵۷ میلیونه ډالره چې شا او خوا ۵۱،۳ میلیونه یورو کيږي وپلورل شو.

په دې ترتیب دا تر ټولو یوه گران بیه اسماني رنگه آلماس دی چې په یوه لیلام کې پلورل کیږي.

د دغه ۱۴،۶۲ قراط قیمتي کاڼي بیه لیلام ته تر وړاندي کیدو دمخه تر ۴۵ ميلیونه یورو پوري اټکل شوې وه. د «اوپنهایمر بلو» د نوی خاوند هویت پټ پاتې دی.

دغه مستطیل ډوله آلماس پر یوه گوتمۍ دی چې دوه اړخونه ته یې نور دوه ذونقه یي ډوله کوچني آلماس دي.

تیر کال ۱۲،۰۳ قراط آلماس چې «بلو مون» نومیده په یوه لیلام کې په ۴۵ میلیونه یورو باندې پلورل شوی وو.