1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ویکیپېډیا د ښځینه کارونکو د جلبولو هڅه کوي

۱۳۹۰ آذر ۵, شنبه

ويکيپېډيا غواړي چې لا زياتې ښځينه کارونکې ځان ته جلبې کړي. دغه آنلاين دايره المعارف په حقيقت کې د نارينه و يوه ټولنه ده، ځکه چې ۵.۹۱ په سلو کې د ويکيپېډيا ليکونکي او کارونکي سړي دي.

https://p.dw.com/p/13HjG
ویکیپیډیا یوه ډیره لویه ویپ پاڼه ده چې ډیر کارونکي لري
ویکیپیډیا یوه ډیره لویه ویپ پاڼه ده چې ډیر کارونکي لريانځور: picture-alliance/dpa

«آزاده پوهه د ټولو لپاره»، دا هغه شعار دی چې تل په ويکيپېډيا پورې تړل کيږي. خو آيا دغه پوهه د ټولو لخوا هم راغونډيږي؟ د «نيو يارک ټايمز» ورځپاڼه کاږي چې که سړی د ويکېپيډيا د کارونکو او کارکونکو يو ليست راواخلي، نو څرګنديږي چې په دغه ويبپاڼه کې د ښځو ونډه خورا کمرنګه ده.

اوس پخپله يوه ښځه هڅه کوي چې دغه حالت ته بدلون ورکړي. مېرمن سو ګاردنر په سان فرنسيسکو کې د ويکيمېډيا يا ويکي رسنۍ د بنسټ مديره ده. هغه وايي چې ويکيپېډيا بايد ښځو ته په زړه پورې کړای شي. دا زياتوي چې خبره يوازې د برابرۍ په سر نه، بلکې د منځپانګې د څرګندوالي په سر هم پورته شوې ده.



د ويکيپېډيا شپېته په سلو کې کارونکي لوړې زده کړې لري او درېمه برخه يې يعنې ۳۶ سلنه ګډونوال د پروګرامينګ په برخه کې تجربه هم لري. د ويکيپېډيا آلماني ژبې پاڼه ۱،۳ مليونه مقالې لري او په دې ترتيب د معتبر «بروکهاوس» دايره المعارف په پرتله لا زيات معلومات لري. د ويکيپېډيا انګليسي صفحه آن ۳،۸ مليونه مقالې په خپله ځولۍ کې رانغاړي.

ويکيپېډيا هڅه کوي چې د کال تر پايه پورې د يو نوي سافټوېر یا پروګرام په مرسته د ويکيپېډيا کارونه آسانه کړي.

د ويکيپېډيا مسوولين سربېره پر دې د ښوونځيو او پوهنتونو په لور هم مخه کوي ترڅو نوي کارونکي او ليکونکي ځان ته پيدا کړي او په تېره بيا ښځې په دغه وړيا انترنېټي پوهنغونډ کې برخې اخيستنې ته وهڅوي.

آژانسونه/ نسیم صابر
کتونکی: مسعود جهش

ویکیپیډیا د ډیرو کلونو را په دیخوا په بیلابیلو ژبو خپلو کارونکو ته معلومات وړاندې کوي
ویکیپیډیا د ډیرو کلونو را په دیخوا په بیلابیلو ژبو خپلو کارونکو ته معلومات وړاندې کويانځور: David Peters