وکيلانو ته د استيناف غوښتني وخت پای ته ورسيدی
۱۳۹۰ مرداد ۵, چهارشنبهشاوخوا يوه مياشت وړاندي ځانګړي محکمې ولسي جرګې ته بريالي اعلان سوي ۶۲ نوماندان په درغليو کي ښکيل وبلل او له جرګې يې د هغوی د ايستو پريکړه وکړه.
د ځانګړي محکمې رئيس په همغه ورځ وويل، چي دغه ۶۲ وکيلان او معترض نوماندان کولای سي چي د يوې مياشتي په موده کي د خپلو دوسيو د استيناف غوښتنه وکړي.
په همدې حال کي ولسمشر کرزي هم د ځانګړي محکمې پريکړه استيناف ته د راجع کولو امر ورکړی ؤ.
قضاوت پوه شمس الرحمان وايي; چي تردي دمه ۷۳ کسانو د استنياف غوښتنه کړې چي له دې ډلي ۱۹يي اعتراضونه راوړي او پاته نورو يې تراوسه اعتراض نه دی راوړی.
شمس الرحمن زياتوي چي په دي ډله کي د ولسي جرګې ځيني غړي هم سته، چي د ځانګړي محکمې د پريکړي له مخه به په دې جرګه کي خپلي څوکۍ له لاسه ورکړي.
سره له دې چي ولسي جرګې مخکي ويلي ؤ ځانګړې محکمه ورته د منلو وړ نه ده نو ځکه يي د پريکړي په اړه هم استنياف ته مراجعه نه کوي، اوس داسي ښکاري چي ددې جرګي غړي د ځانګړي محکمې د پريکړي په برخه کي پر دوو ډلو سره ويشل سوي دي.
د ولسي جرګې په عمومي غونډه کي ددې جرګې مشر عبدالرف ابراهيمي وويل چي نن به د جمهوري رياست په ماڼۍ کي د ولسمشر په ګډون درې ګوني قواوي غونډه کوي، چي تمه کيږي داغونډه به د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ روان کړکيچ ته د پای ټکي کښېږدي.
خو د کابل د استيناف محکمې چارواکي وايي، چي د ورکړل سوي وخت د پای ته رسيدو سره سم به په ۲۰ ورځو کي خپله پريکړه واوروي.
له بل لوري يو شمير حقوقپوهان د استيناف د ورکړل سوي وخت څخه وروسته د ځانګړي محکمې پريکړي وروستۍ بولي.
حقوقپوه عبدالستار سعادت دويچه ويلي ته وويل: پرهغو کسانو دي د ځانګړي محکمي پريکړه تطبيق سي چي د استيناف غوښتنه يي نه ده کړې.
داسي ښکاري چي تردې دمه ولسي جرګه او ځانګړې محکمه پر خپلو دريځونو ټينګ ولاړ دي وبه کتل سي چي د ولسمشر او درې ګونو قواوو ترمنځ غونډه به دي ستونزي ته کومه د حل لاره ومومي او کنه؟
اسماعيل شاکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل