1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ويسا: طالبانو خپلي ستراتيژۍ ته تغير ورکړی

۱۳۹۰ خرداد ۱۸, چهارشنبه

د کندهار والي وايي چي وروسته له هغه، چي طالبانو کرار کرار د ځايي خلکو ملاتړ د لاسه ورکړی، طالبانو اوس د افغانستان په جنوبي سيمو کي خپلو ستراتيژيو ته تغير ورکړی او غټ ښارونه تر حملو لاندي نيسي.

https://p.dw.com/p/11WvR
کندهار والي توريالی ويسا
کندهار والي توريالی ويساانځور: DW

توريالي ويسا فرانس پريس خبري اژانس ته ويلي « ياغيانو په خپلو ستراتيژيو کي بدلون راوستی، هغوی اوس د ښارونو پر لور مخه کړې، او خال خال د ترور پيښي کوي.»

هغه زياته کړه « طالبان اوس سرچيني نه لري. د ځايي بزگرانو او طالبانو تر منځ هم اړيکي خړي پړي سوي، ځکه نو اوس د کوکنارو د عوايدو څخه هم محروم سوي دي.»

د ويسا په وينا « خلک اوس د طالبانو سره مرسته نه کوي، پخوا په ليري پرتو سيمو کي دولت حاکميت نه درلود اوس دغه سيمي زموږ په ولکه کي دي. خلک حکومتدارۍ ته ګوري او د ياغيانو سره مرسته نه کوي. اوس د افغانستان په جنوب کي امنيت مخ پر ښه کيدو دي.»

ويسا زياتوي « تير کال دا وخت موږ نه سوای کولا چي د ځينو ولسواليو ځيني کليو ته سفر وکړو، موږ به دغه سفرونه د الوتکو له لاري تر سره کول، خو اوس موږ کولای سو چي دغه کليو ته په موټرکي سفر وکړو او هر څه په سمه توګه روان دي.»

په پام کي ده چي د رارواني مياشتي په پای کي به کاناډايي ځواکونه په کندهار کي خپل جنګي ماموريت سرته ورسوي. کاناډايي ځواکونه د امريکا د متحده ايالاتو د پوځ سره په دغه ولايت کي يو ځايي خپل ماموريت پرمخ بيايي.

خوکاناډايي ځواکونه به په افغانستان کي پاته وي تر څو د افغان پوځ په روزنه کي مرسته وکړي.

توريالی ويسا وايي « په کندهار کي د کاناډايي پوځونو شتون يوه لويه دارايي وه، خو زه په دې باور يم چي د هغوی ځای به د نړيوالو ځواکونو له خوا ډک سي، چي زياتره برخه به يي د امريکايي ځواکونو وي.»

ويسا زياته کړه « زه په دې خبره باوري نه يم چي که چيري په کندهار کي امنيتي وضعه ښه نه وي نو د امريکا ولسمشر بارک اوباما به له کندهار څخه خپل پوځونه وباسي.»

دا پداسي حال کي ده چي د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما ويلي چي سږ دوبی به د افغانستان څخه د خپلو پوځونو په ايستلو پيل وکړي. خو د کره شمېر په اړه لا تر اوسه کومه پريکړه نه ده سوې.

اژانسونه / سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل