1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وولف: يووالی او تفاهم د ژوند لوړي ښېګڼي دي

۱۳۸۹ دی ۴, شنبه

د آلمان ولسمشر کريستيان وولف د مسيحي ميلاد د اختر په مناسبت د خپل هيواد د دولت د مشر په توګه په خپله وينا کي پر آلمانانو باندي ټولني ته د خدمت کولو او يو بل ته د درناوي درلودلو لپاره غږ وکړی.

https://p.dw.com/p/Qk7i
انځور: AP

کريستيان وولف وويل:« يووالي، تفاهم او يو بله سره جوړيدل هغه ښيګني دي چي موږ يي په کورني، په خپل شخصي ژوند او د ټولني په ټولو برخو کي ورته اړتيا لرو.»

وولف د خپل هيواد له خلکو څخه وغوښتل:« دغه يادي سوي ښيګڼي په خپله نه ترسره کيږي.د هغو لپاره موږ بايد يوڅه وکړو.»

هغه زياته کړه:« د هغو خلکو په استازيتوب چي د ټولنيز خدمتونو لپاره ځان وقف کړي او مسووليت يي په غاړه اخيستي، ما نن د جمهوري رياست ماڼي ‌Bellevue، ته بللي دي. هغوی سږ کال خپل وخت او خپل کار د نورو لپاره وقف کړی دی.»

کريستيان وولف چي له نيم کال څخه را په دي خوا د آلمان ولسمشر دی د مسيحي ميلاد د اختر د لمانځني په مناسبت د آلمان د پخوانيو ولسمشرانو پر خلاف د خپل وينا د وړاندي کولو لپاره يو نوې لاره غوره کړه.

د آلمان پخوانيو ولسمشرانو دغسي ويناوي يوازي د تلويزيون او راډويو له لاري خلکو ته اورولی دی.

خو نوي ولسمشر د خپل ټولني د ټولو پرګڼو په استازيتوب چي د يو کال په موده کي يي ټولني ته د ستايني وړ خدمتونه کړي دي يو غوڼدي ته راووبل او خپله وينا يي هغوي ته وړاندي کړه.

د ولسمشري په ماڼي کي د 190 بلل شوو ميلمنو په جمله کي زدکونکي، د ټولنيزو انجمنونو اواتحاديو افتخاري کارکونکي، د کليساو راهبي، پالندويان او د پوليسو استازو ګډون درلود.

کريسيتان وولف هغو ته په خطاب کي وويل:« تاسي په آلمان کي د 23 مليونو فعالو افتخاري کارکونکو په استازيتوب نن دلته حضورلري.»

د وينا په وخت کي د ولسشمر مشر مېرمن او د هغه زامن چي يو يې د نوي مېرمني او بل يي د پخوانۍ مېرمني څخه دي، هم په دي ستره غونده کي ګډون درلود.

ولسمشر وولف د دولت او د خلکو مکلفيتونو ته په اشاري سره وويل:« دولت د خپلو امکاناتو په چوکاټ کي کولای سي چي اړو انسانانو ته په سختو شرايطو کي مرسته وکړي. خو د دي لپاره يو چا ته سړي ډادينه ورکړي، يو چاته د ښه کار لپاره شاباسي ورکړي او يا يو چاته سړي لاس ورکړي، د دي لپاره انسان بشري خواخوږيو ته ضرورت لري. ښکاره خبره چي يو څوک له چا سره ښه وکړي، هرمرو ښه يي ور په برخه کيږي.»

وولف او د هغه مېرمن
وولف او د هغه مېرمنانځور: AP

وولف په خپلي وينا کي دغه راز يو بل ته د درناوي درلودلو لپاره غږ وکړ. هغه وويل: « زمونږ ټولنه آزاده او له مختلفو رنګونو څخه جوړه شوي ده. مونږ د ژوند په مختلف دنياوو کي اوسيږو. د نسب له لحاظه، د دين لحاظه، د زدکړي له لحاظه او د ارمانونو لحاظه مونږ يو بل سره توپير لرو.»

د آلمان ولسمشر زياته کړه: « د دي لپاره چي دغه ټولنه د خپل څو ډول توب سره پايښت ولري، يو بل ته درناوي درلودل تر ټولو مهمه ښيګنه ده.» هغه وويل چي د درناوي څخه مقصد دا دي چي «يو انسان بل انسان ته په دي معني درناوي ولري چي هغه هسي نه دی لکه چي دی خپله دی.»

هغه وړاندي وويل: « انسان بايد د بل خدمت او کار ته په درنه سترګه وګوري. درناوي ماشومانو او د هغوي اړتياوته، درناوي د ميندو او پلارنو کار او خدمت ته او درناوي د زړو خلکو پخوانيو خدمتونو ته، دا ټول هغه څه دي چي مونږ يو بل سره تړي.»

يو والي، تفاهم او يو بل سره د جوړيدو ارزښتونه د ولسمشر وولف په نظر د آلمان او په نړي کي د هغه له نور شريکانو سره هم صدق کوي. هغه وويل :«زمونږ هيواد ته، زمونږ آزاده او ځغم لرونکي ټولني ته، د نورو سترو او کوچنيو هيوادونو په وړاندي زمونږ اعتماد او باور ته په ډيره درنه سترګه کتل کيږي.»

وولف يادونه وکړه: آلمان نورو ته د لاس ورکولو او دغه راز په راتلونکي کي هم د مسووليت د منلو لپاره چمتو ؤ او چمتو دی، په اروپا او نړي کي.» هغه تينګار وکړ: « مونږ له خپلو شريکانو څخه هم دغسي انتظار لرو.هرڅوک بايد خپله ورسپارله شوي دنده تر سره کړي.

ولسمشر په خپله وينا کي د آلمان د ملي پوځ ، پوليسو او ملکي کارکونکو ته چي په بهر کي خدمت کوي په خطاب کي وويل:«زمونږ ځيني وطنوال د عسکرو، پوليسو او يا د ملکي کارکونکو په توګه په بهر کي دي ترڅو پرمختيايي پروژو کي مرسته وکړي، په نړي کي د سولي او امن په ټينګښت کي ونډه واخلي او د تروريزم پر ضد وجنګيږي.مونږ له دوي سره او د هغو له کورنيو، د ژوند شريکانو او د هغوي له ميندو او پلارنو سره چي په خاصه توګه په همدي شپو او ورځو کي د بيلتون شيبي تيروي، په فکر کي يو او ورسره خواخوږي لرو.»

آژانونسونه، د آلمان غږ راډيو/ عبدالباري حکيم

کتونکي: احمد ولي اڅکزي