1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ونود کهنه له نړۍ سترگې پټې کړې

۱۳۹۶ اردیبهشت ۷, پنجشنبه

د هند وتلی فلمي هنرمند، فلم جوړونکی او سیاستوال ونود کهنه په ممبي کې د ۷۰ کلونو په عمر ومړ. هغه له ډیرې مودې راهیسې د سرطان په ناورغۍ اخته وو.

https://p.dw.com/p/2c02O
Indien Bollywood Schauspieler Vinod Khanna
انځور: Getty Images/AFP/STRDEL

د ممبي د سر اچ ان ریلائنس فاونډیشن روغتون ویاند تُشار پانیه، ویلي دي چې ونود کهنه د مثانې په سرطان اخته وو او په وینا یې د اپریل میاشتې پر ۲۷ نیټه ومړ.

ونود کهنه په ۱۹۴۶م کال کې په پیښور کې زېږېدلی او په ۱۹۶۸م کال کې یې د هنر په ډگر کې قدم ايښی وو. هغه د خپل مسلکي ژوند په اوږدو کې تر سلو زیاتو فلمونو کې کار کړی دی. په اتیایمه لسیزه کې هغه د میلیونونو مینه والو په زړه کې ځای درلود. په دغو دوو لسیزو کې هغه د باليووډ په مخکښو ستورو کې هم شمیرل کیدی.

د هغه په یادگاري فلمونو کې «میرې اپنې»، «میرا گاو میرا دیش»، «غدار»، «کچې دهاگې» او «امر اکبر او انتهوني» فلمونه شامل دي. په «امر اکبر او انتهوني» فلم کې د هغه نقش ډیر ستایل شوی وو. دغه فلم د درو داسې ورونو کیسه وه، چې په وړکتوب کې یو له بله څخه ورکیږي.

په ۱۹۸۲م کال کې ونود کهنه څه موده له فلمي نړۍ سره مخه ښه وکړه او د یوه روحاني گورو یا مشر اوش رجنیش پیروي شو. خو پنځه کاله وروسته یې بیا فلمي نړۍ ته مخه کړه او خپلو مینه والو ته یې د «انصاف» او «ستیامیو جیاني» فلمونه نندارې ته وړاندي کړل.

په انځور کې کیڼ لاس ته اکشې کهنه
انځور: Eros Entertainment

په ۱۹۹۷م کال کې ونود کهنه د بهارتیه جنتا پارټي، له لوري د لوک سبها یا ولسي جرگې په ټاکنو کې برخه واخیسته او د جرگې غړی هم شو. کهنه دوه ودونه کړي ول او څلور ماشومان لري چې پکښې هنر مند اکشې کهنه هم شامل دی.

زموږ له ارشيف څخه: