1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولې ترکيه د خليج په بحران کې له قطر څخه ملاتړ کوي؟

۱۳۹۶ خرداد ۲۳, سه‌شنبه

د خليج کړکيچ له پیل راهيسې ترکيې د قطر له حکومت څخه ملاتړ کړی او سعودي ته يې څرګند پيغام استولې چې دغه هيواد يوازې نه دی. دويچه ويلې له ترکي کارپوه زرحت ارکمين، سره په دې شخړه کې د ترکیې د رول په هلکه خبرې کړي؟

https://p.dw.com/p/2ebrv
Emir Tamim von Qatar und Erdogan
انځور: Picture alliance/dpa/Turkish President Press Office

دويچه ويله: د منځني ختيځ د ډيرو څارونکو له نظره سعودي عربستان، عربي امارات او مصر اوسني ځواکونه دي په داسې حال کې چې بیا ايران او تر يوه حده ترکيه او قطر د وضعیت د بدلوونکو ځواکونو په سترګه کتل کیږي. آیا تاسې دا فکر کوئ چې د ترکیې او قطر اوسنی نزدېوالی په سیمه کې د واک پر سر شخړه کې د موجوده وضعې د ساتونکو په مقابل کې د تجديد نظر غوښتونکو هيوادونو مبارزه ده؟

زرحت ارکمين: هو! تر عربي پسرلي وروسته په منځني ختيځ کې د واک د انډول کمښت ليدل کيږي. موږ په سيمه کې د ګڼو کورنيو جګړو شاهدان يو او دا کورنۍ جګړې هغسې پر مخ نه دي روانې لکه سيمه ايز قدرتونه یې چې غواړي. سعودي عربستان او ايران ته هغه څه په لاس نه ورځي چې غواړي یې او په سوريه کې هم ګډوډي خپل اوج ته رسيدلې ده. که تاسې سيمه ایزو قدرتونو ته وګورئ نو يو یې هم [په دې کورنۍ جګړه کې] ځان بريالی نه شي بللی.

سربيره پر دې کله چې شخړې او بې اانډولي دوام پيدا کوي نو د سيمې ټول هيوادونه په اقتصادي او هم په سیاسي توګه له زيان سره مخ کيږي او کله چې دا حالت خپل اوج ته ورسيږي نو دغه هيوادونه مجبوريږي چې يا خو د يو بل پر وړاندې جګړه اعلان کړي او يا پر شخړه ایزو مواردو يو جوړ جاړی رامنځته کړي.

خو د منځني ختيځ حقيقت دا دې چې يو سيمه ایز قدرت هم ونه شو کړای چې پر موجودو مشکلات لاس بری ترلاسه کړي. همدا ده چې دوی د مهمو هيوادونو لکه د امريکا متحده ايالاتو، روسیې او يا اروپايي قدرتونو څخه د مرستې غوښتنه کوي.

Karte Countries that severed ties with Qatar ENG

همدا وجه ده چې په منځني ختيځ کې هم سيمه ایز او هم باندني قدرتونه د واک پر سر جګړه کې ښکيل شوي او زما په آند موږ بايد د قطر شخړې ته له دې زاویې وګورو. دا ستونزه يوازې په قطر پورې محدوده نه ده.

دويچه ويله: د قطر او ترکیې اړيکې له تيرو لسيزو راهيسې ښې پاتې شوي دي. دواړو هيوادونو ګډې پانګونې کړي او پوځي تړونونه یې لاسليک کړي. آیا تاسې فکر نه کوئ چې په اوسني کړکیچ کې له قطر څخه د ترکیې ملاتړ د دې ښو اړيکو څخه سرچينه اخلي او که د ترکیې حکومت يوه سنجول شوې پاليسې غوره کړې؟ 

زرحت ارکمين: که څه هم د قطر او ترکیې دوستانه اړيکې ثابتې دي خو کله چې د ترکیې سره بهرنۍ مستقيمې پانګونې ته وکتل شي نو عربي امارات هغه هیواد دی چې د سيمې په هيوادونو کې یې تر ټولو زياته پانګونه کړې ده. ترکيه اوس د متحده عربي اماراتو پر ضد دريدلې ده، ځکه دغه هيواد په روانه شخړه کې د قطر ضد دريځ غوره کړې دی. دا سمه ده چې قطر په ترکيه کې ډيره پانګونه کړې ده او د نورې پانګونې ظرفيت هم لري خو اقتصادي اړيکې يوازې له قطر څخه د ترکیې ملاتړ نه شي واضح کولای.

که چيرې تاسې د سوریې په هلکه د قطر او ترکیې سیاست او په دغه جګړه ځپلي هيواد کې یې همکارۍ ته نظر واچوئ او که د ۲۰۱۳م کال له کودتا راهيسې د مصر د وضعيت په هلکه د دوی کړو وړو ته نظر واچول شي نو د دوی د يو بل څخه ملاتړ د يوه سيمه ايزې سياسي محاسبې او نه يوازې د اقتصادي اړيکو له ليد لوري ارزول  کیدای شي. 

دويچه ویله: د قطر او سعودي عربستان تر منځ تر تازه پيښو پورې د يوه عادي ترکي وګړي له پاره د خليج د سیاست باريکۍ نه وې روښانه. ستاسې په آند به په ترکیه کې د خليج د درک په برخه کې د دې بحران اغيز څه وي؟

زرحت ارکمين: په خليج کې د ترکيې څخه درک عادتاً يو پارچه وو. وروستيو انکشافاتو ته په کتو سره زه فکر کوم چې له دې موضوع سره به دا ساده چلن نور دوام ونه کړي. که تاسې د خليج د کړکيچ په هلکه د ټولنیزو رسنيو پوستونو ته وګورئ او يا د هغو نظرونو ته ځير شئ چې د افکارو رهبري په لاس کې لري،نو اوس زيات ټينګار د سيمې د هيوادونو د بيلا بیلو سياستونو د ترجيحاتو پر باريکيو کيږي. 

Katar Lebensmittel Blockade
د سعودي له خوا د پولې بندولو پر خوراکي توکو ډير اغیز کړیانځور: Getty Images/AFP

دويچه ويله: آيا تاسې فکر کوئ چې د عسکرو د روزنې ماموريت چې په ۲۰۱۴م کال کې د ترکیې له خوا لاسليک شوې، او اوس په چټکې سره بايد عملي شي د ترکیې له خوا سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته يو سرکشه پيغام دی؟

زرحت ارکمين: ترکيه نه يوازې سعودي او اماراتو ته يو پيغام ليږي بلکې د هغو ټولو هيوادونو پر وړاندې خپل ځواک ښيي چې له قطر سره بالقوه دښمني ښکاره کوي. د ترکیې او قطر ترمنځ نظامي تړون روزنیزه طرحه لري خو څرنګه چې دا روزنیز ماموريت نړيوالو ته ور پيژندل کيږي، د قطر څخه د ملاتړ واضح علامت دی. زما په آند دا يو روښانه او واضح پيغام دی.

زرحت ايرکمن د «۲۱ پيړۍ ترکيه بنسټ» کې د منځني ختيځ او افريقا د پروژو مشري کوي. ايرکمن په اخي اروان پوهنتون کې استاد دی.