ولي ډیر ترکان یونان ته تښتي؟
۱۳۹۶ اسفند ۲۴, پنجشنبهدغه خبره پرون چهارشنبه ورځ د یونان د مهاجرو ادارې کړې ده او ویلي یې دي، چي په ۲۰۱۶م کال په ترکيه کي تر ناکامي کودتا وروسته ډيرو ترکانو د دوی په هیواد کي د پناه غوښتنه کړې ده.
په داسي حال کي چي په ۲۰۱۵م کال کي په یونان کي ۴۳ ترکانو پناه غوښتې ده، په ۲۰۱۶م کال کي۱۸۹ او په ۲۰۱۷م کال کي بیا ۱۸۲۷ کسان ول.
لکه څرنگه چي د سرحدي پوستې یوه افسر د آلماني خبري آژانس ته پرون چهارشنبه ویلي دي، چي یونان ته د تښتیدونکو ترکانو تعداد د هغوی د پناهندګۍ تر ورکولو ډیر لوړ دی. ځکه چي اکثره ترکان غواړي د یونان له لاری غربي یا مرکزي اروپا ته ولاړ سي.
په ترکیه کي د ۲۰۱۶م کال د ناکامي کودتأ په نتیجه کي رامنځته سوي اضطراري حالت پراساس جمهوررئیس رجب طیب اردوغان کولای سي د یوه فرمان په واسطه حکومت وکړي.
د ترکیې رهبري په امريکا متحدو ايالاتو کي اوسیدونکئ واعظ فتح الله گولن ددغي ناکامي کودتا مسئول بولي، او د هغه د شکمنو غړو پرضد د سخت چلند څخه کار اخلي، خو د اپوزیسوني سیاستمدارانو پرضد هم.
زموږ د آرشیف څه انځوریز البوم(22.01.2018)