1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

ولي پر افغان شیعه مسلمانانو باندې بریدونه ډیر شوي؟

مسعود جهش
۱۳۹۵ آذر ۲, سه‌شنبه

په وروستیو وختونو کې د نورو تر څنګ افغان شیعه مسلمانان د ترهګرو له خوا په نښه کیږي. کارپوهان وایي چې د مذهبي ډلو په نښه کول ښايي د حکومت د لا ضعیفه کولو له پاره د افراطي ډلو یوه نوې هڅه وي.

https://p.dw.com/p/2T4Nq
Afghanistan Anschlag auf Moschee in Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

هغه ماشومان چې د دوشنبې په ورځ د "باقر العلوم" مسجد ته تللي وو چې خپل مذهبي مراسم له نزدې وویني، په دې نه پوهیدل چې د ځینو له پاره به یې دا د ژوند وروستۍ ورځ وي. یوه ځانمرګي برید کوونکي د افغان شیعه مسلمانانو په دې مسجد کې له چاودنې سره لږ تر لږه ۳۰ کسان ووژل او ډیر شمیر نور یې ټپیان کړل.

"په چاودنه کې کوم دولتي لوړپوړی چارواکی نه دی وژل شوی، بلکه قربانیان یې ټول عادي وګړي دي. ولي موږ د عبادت کولو او خپلو حقونو غوښتلو له کبله وژل کیږو" دا خبرې ځایي اوسیدونکي شریف وکړي چې د چاودنې پر مهال په مسجد کې حاضر وو.

هغه له دې سره په وروستیو وختونو د داسې بریدونو ډیریدو ته اشاره وکړه چې ښایي هدف یې د شیعه مسلمانانو په نښه کول وي. تر دې مخکې یوازې په اوکتوبر میاشت کې په بلخ او کابل ولایتونو کې د شیعه ګانو د عبادت پر ځایونو باندې دوو جلا بریدونو لږ تر لږه ۳۲ کسان ووژل. د جنبش روشنايي پر لاریون باندې د جولای د میاشتې د برید په تر سلو زیاتو قربانیانو کې هم ډیری شیعه مسلمانان شامل وو. پر دې لاریون، د کابل د تیرې ورځې او د بلخ ولایت د بریدونو مسوولیت د داعش ترهګرې ډلې منلی دی چې ډیر وخت په عراق او سوریې کې هم پر مذهبي لږکیو باندې خونړي بریدونه کوي.

د حکومت د ضعیفه کولو هڅه

کارپوهان وایي چې د مذهبي لاملونو له مخې د بریدونو ترسره کول، په افغانستان کې یوه نسبي نوې پدیده ده چې په ۲۰۱۵ کال کې په دې هیواد کې د داعش ډلې له رامنځ ته کیدو سره پیاوړې شوې ده.

دغه کارپوهان په دې نظر دي چې د اسلامي دولت ترهګره ډله او یا بل هر هغه ډله چې دغه شان بریدونه ترسره کوي، غواړي له دې سره افغان حکومت لا ضعیفه کړي او پر وړاندې یې د هغو قومونو مخالف لا پسې ډیر کړي چې لا وختي د ملي یووالي له حکومته ښه زړه نه لري.

د دوشنبې ورځې په برید کې د ماشومانو په ګډون تر ۳۰ ډیر کسان ووژل شول.
انځور: Reuters/O. Sobhani

د آلمان د هایدلبرګ له پوهنتون څخه د اسیا د چارو کارپوه سیګفرید ولف، وايي: "دا د ملي یووالي حکومت د لا ضعیفه کولو یوه هڅه ده چې وښول شي هغه د لږکیو د ساتنې وړتیا نه لري."

د داعش یا اسلامی دولت ترهګرې ډلې چې د قدرت اصلي ځای یې په سوریې او عراق کې دی، د ۲۰۱۵ کال په پیل کې په افغانستان کې هم سر پورته کړ. خو له دې کبله چې دغه ډله له ایدیالوژیک لحاظه له طالبانو سره سخت اختلاف لري، تر اوسه پورې د افغانستان د لویو برخو په نیولو نه ده توانیدلې او حضور یې یوازې د ننګرهار ولایت په څو ولسوالیو کې محدود دی. خو بیا هم دې ډلې د څو خونړیو بریدونو د ترسره کولو ادعا کړې ده.

د افغانستان د چارو کارپوه احمد سعیدي، وویل چې که څه تر اوسه پورې روښانه نه ده چې وروستي بریدونه په رښتیا هم اسلامي دولت کړې دي او که نه، خو بیا هم دغه شان پیښې د شیعه او سني ډلو تر منځ د سړې جګړې دوام دی چې سرحد یې تر افغانستان پورې رسیدلی دی.

هغه زیاته کړه: "د دغه شان بریدونو تر شا هغه کړۍ دي چې په بیلابیلو هیوادونو کې د افراطي سنيانو او شیعه ګانو ملاتړ کوي نو ښايي وضعیت تر دې هم خراب شي."

ایا افغانستان له یوې نوې نیابتي جګړې سره مخامخیږي؟

د افغان حکومت لوړ پوړو چارواکو، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون، د پریکړنده ملاتړ ماموریت او نورو ډیرو د دوشنبې ورځې برید غندلی او ځینو یې آن هغه یو جنګی جنایت بللی دی. خو د "جنبش روشنایي" خوځښت غړی داوود ناجي، بیا ټینګار وکړ چې یوازې غندنه بسنه نه کوي او دولت باید د یوه لا خراب وضعیت د رامنځ ته کیدو مخه ونیسي.

هغه زیاته کړه: "په خواشینۍ سره وضعیت ډیر خراب دی او د دې اندیښنه شته چې که چارې سمې مدیریت نه شي نو وضعیت به تر دې هم خراب شي. دا زموږ د دولت له پاره یوه وجیبه ده چې د دې وضعیت مخه ونیسي."

ناجي ټینګار وکړ چې افغان حکومت باید داسې بهرنی سیاست خپل نه کړي چې له کبله یې مذهبي سیالۍ رامنځ ته شي او افغانستان قرباني ورکړي: "حکومت یوه ورځ پاکستان ته ډیر نزدې کیږي او بیا بله ورځ هند ته مخه اړوي. یوه ورځ له ایران سره نزدې وي او بله ورځ بیا سعودي عربستان ته لا ډیر نزدې کیږی."

سیګفرید ولف هم ورته نظر لري او ټینګار کوي چې د دوشنبې د ورځې په شان پیښي ښايي ایران چې په نړۍ کې ځان د شیعه مسلمانانو ملاتړی بولي، دې ته وهڅوي چې په افغانستان کې لا ډیره لاس وهنه وکړي او دا کار ښايي د نورو هیوادونو چې ځان د سني مسلمانانو ملاتړی بولي، غبرګون راوپاروي او په پایله کې یې افغانستان له یوې نوې نیابتي جګړې سره مخامخ شي.