1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي له مهاجرو سره داوطلبانه مرستو ته لیوالتیا کمه شوې؟

۱۳۹۶ آذر ۱۴, سه‌شنبه

دوه کاله مخکې به د مهاجرو په برخه کې ډیرو مرستندويو بنسټونو له هغو داوطلبانو څخه ځان نه شو خلاصولای چې غوښتل یې له مهاجرو سره مرسته وکړي. خو اوس د مرستې له پاره امادګي لږ شوې او رضاکارانو ته عاجل ضرورت دی.

https://p.dw.com/p/2olcW
Deutschland Geflüchtete Ehrenamt
انځور: picture alliance/dpa/K.-D. Gabbert

د آلمان د فرهنګي شورا مشر اولاف سیمرمن د داوطلبانو د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل: «بې له دواطلبانو څخه موږ یوه ورځ هم خپل کارونه نه شو پرمخ بیولی».

د آلمان فدرالي ادارې د ارقامو له مخې په ټول آلمان کې د دغه هیواد د نفوذ۴۰ سلنه برخه یعنې شاوخوا ۲۵ میلیونه انسانان په خپل فارغ وخت کې داوطلبانه کارونه کوي. دوی د سپورتي ټیمونو، ګوندونو او ټولنیزو بنسټونو د فعاله ساتلو په برخه کې خپله ونډه ادا کوي.

کله چې د ۲۰۱۵م کال په مني او تر هغې وروسته میاشتو کې په سونو زره انسانانو د پنا ترلاسه کولو له پاره آلمان ته مخه وکړه په هغه وخت کې په آلمانانو کې له مهاجرو سره مرستې ته امادګي او لیوالتیا تر اړتیا هم زیاته وه.

په کولن کې د مهاجرو شورای مشر کلاوس اُلریش پرولس چې له تيرو۳۰ کلونو راهیسې د مهاجرو د حقونو او په ټولنه کې د دوی د ادغام په برخه کې فعالیت کوي وایې: «په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې موږ د رضاکارانو د سونو کسانو د انتظار لیست درلود».

کمیدونکي مرستې

پرولس وایې: «اوس د مهاجرو د راتګ له څپې څخه تر دوو کلونو تيرېدو وروسته، وضعیت بدلون موندلی دی. ډیر داوطلبان اوس له مهاجرو سره مرستې ته زړه نه ښه کوي: «سږ کال حتی موږ باید خلک لټولي وای او تبلیغاتي کمپاینونه مو کړي وای». تر اندازې ډیري غوښتنې او همدارنګه د مهاجرو په اړه د خلکو د روحیې بدلیدل هم د وضعیت په بدلون کې رول لري.

د کولن ښار د رضاکارانو له آژانس څخه سوینیا ریکرت، هم ورته حالت تجربه کړی دی. نوموړۍ اداره هغه کسان چې غواړي په داوطلبانه کارونو کې ونډه واخلي، هغو ځایونو ته یې استوي چې ورته اړتيا وي. ریکرت وایې: «موږ واقعاً هم لټون ته اړتیا لرو. او موږ د ښه راغلاست له نوښتونو څخه هم اورو چې دوی هم حقیقي ملاتړ ته اړتیا لري او هیله لري چې ډیر ژر خلک (داوطلبان) پيدا کړو».

خو ولی داوطلبه کارونو ته لیوالتیا کمه شوې ده؟ ریکرت اټکل کوي. «شاید هم دا یو داسې میلان وي چې په یو معین وخت کې سړی ځان پر یوڅه ډیر متمرکز کوي، د دې پر ځای چې په دوامداره توګه یې ترسره کړي».

د هغې په خبره په ځانګړي ډول په اوس وخت کې چې د دوی تر راتګ څو میاشتې وروسته ډیره اړينه ده چې له دغو مهاجرو سره مرسته وشي. ریکرت وایې: «اوس خبره دا ده چې دغه خلک په ټولنه کې ځانته ځای پیدا کړي». نوموړې زیاتوي: «زه اکثره وختونه اورم هغه مهاجر چې له دوو کلونو راهیسې په آلمان کې دي وایې چې دوی تر اوسه پورې پرته له کاري ساحی څخه، د کولن له خلکو سره هیڅ ارتباط نه لري».

Rahel Klein/S.N

زموږ له آرشيف څخه انځوریز رپوټ: