1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي د روسيې د دفاع وزير ايران ته سفر کړی؟

آژانسونه/ زیارمل۱۳۹۴ اسفند ۳, دوشنبه

د روسيې د دفاع وزير تهران ته رسېدلی، څو له ايراني چارواکو سره په سوريه کي د روان کړکېچ او وسلو د همکاریو په برخه کي خبري اتري وکړي. هغه د ايران له جمهور رئيس سره هم ليدلي دي.

https://p.dw.com/p/1Hzcl
انځور: picture-alliance/dpa/V. Savitskii

د آلمان خبري آژانس د راپور له مخي د روسيې د دفاع وزير سرکيي شويگو، د يکشنبې په ورځ په يوه نه اعلان سوي سفر تهران ته رسېدلی دئ. هغه د ايران له جمهور رئيس حسن روحاني، سره د سوريې د کړکېچ او په دغه هيواد کي د اوربند په اړه خبري کړي دي.

روحاني په دغه لیدنه کتنه کي ټينگار کړی دئ چي د سوريې بحران يوازي له سياسي لاري حل کيدای سي، او دا يوازي د سوريې وگړي کولای سي چي د خپل هیواد د سیاسي راتلونکي په اړه پريکړه وکړي. هغه ويلي دي چي مسکو او تهران په دې اړه په یوه نظر دي.

شويگو، به له خپل ايراني سيال حسين دهقان سره هم خبري اتري ولري. دهقان څو ورځي دمخه له ايران سره د روسۍ وسلو د همکاریو په برخه کي خبري وکړي.

د روسيې د دفاع وزير شويگو تير کال هم له ايران سره د پوځي همکاريو تړون د لاسليک له پاره دغه هيواد ته سفر کړی وو.

د دغو دواړو هيوادونو د خبرو اترو یوه مهمه موضوع ايران ته د روسيې اس ۳۰۰ ډوله توغنديو سپارل دي چي قرارداد ئې په ۲۰۰۷م کال کي لاسلیک سوی دئ.

ايران له روسيې سره په ۲۰۰۷م کال کي د ۸۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت پنځه اس ۳۰۰ ډوله توغنديي دفاعي سيستم د رانيولو قرارداد لاسليک کړی وو. خو دغه قرارداد په ۲۰۱۰م کال کي پر ايران باندي د ملگرو ملتونو د بنديزونو له کبله ځنډول سوی وو.

د ايران چارواکو د دغو تسليحاتو د نه ترلاسه کولو په غبرگون کي په ژنيو کي د منځگړيتوب نړيوالي محکمې ته شکايت کړی وو او له روسيې څخه ئې ۴ ميليارده ډالره تاوان غوښتی وو. خو د تيرکال په اپريل مياشت کي د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين ايران ته د دغو وسلو د لېږلو د ممانعت حکم لغو کړ.

اس ۳۰۰ ډوله توغنديي سيستم کولای سي چي په يوه وخت کي په ۳۰ کيلومترۍ ارتفاع کي ۱۰۰ جنگي الوتکي په نخښه او هدف وگرځوي.