1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خصوصي روغتونونه معیاري خدمتونه نه عرضه کوي

۱۳۹۰ بهمن ۱۳, پنجشنبه

که تر دې مخکي خلکو له دولتي روغتونونو څخه شکایت کاوه، خو دا ځل له خصوصي روغتونونو هم د شکایتونو آوازونه را پورته شوي دي. د کابل یو شمیر اوسیدونکي شکایت لري چې دولت خصوصي روغتونونه په معیاري ډول نه کنترولوي.

https://p.dw.com/p/13vcc
دولت د خصوصي روغتونونو د کنترول دنده پرغاړه لري
دولت د خصوصي روغتونونو د کنترول دنده پرغاړه لريانځور: AP

د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګیدو وروسته د خصوصي روغتونونو د جوړیدو بازار تود شو او په لویو ښارونو کې ډیر خصوصي روغتونونه فعال شول.

د دغو روغتونونو ټولي چاري د هغوی د مالکینو له لوري پر مخ بیول کیږي او حکومت ئې یوازي د څارني دنده لري. خو اوس خلک وایي چې د عامي روغتیا وزارت پر شخصي روغتونو کنټرول نه لري او په دغو روغتونونو کي ډاکټران هر څه پخپله خوښه پر مخ بیایي.

اوس په افغانستان کې شاوخوا ۲۰۰خصوصي روغتونونه فعاليت کوي چې د عامې روغتيا له وزارت څخه ئې د فعاليت رسمي جوازونه اخیستي دي. په دغو روغتونونو کي د غیري مسلکي او نالایقه پرسونل له گومارلو څخه هم ځیني شکایتونه شته.

د کابل د بي بي مهرو سیمي اوسیدونکی حاجي ظاهر، دویچه ویله پښتو انټرنټ پاڼي ته وویل چې دوې میاشتي کیږي چي په یوه خصوصي روغتون کې تر درملني لاندي دئ خو هیڅ راز ګټه ورته نه ده رسیدلې.

هغه زیاته کړه چې ډاکټرانو ورڅخه ډیري پيسي اخیستي دي او اوس دی نور نه شي کولای چې بل ځای ته د درملني له پاره مراجعه وکړي.

د دغه ښار يو بل اوسېدونکی محمد هاشم، بیا وايي چې په ځینو خصوصي روغتونونو کې ډېر داسي کسان په دندو ګمارل شوي دي چې د پرمختللو وسايلو په کارولو نه پوهيږي. دى پر حكومت نيوكه کوي او وایي چې حکومت خصوصي روغتونونه په معیاري ډول نه کنترولوي.

د دغو ستونزو له کبله ډیر شمیر افغانان هندوستان او پاکستان ته د درملني له پاره سفر کوي. دوی وایي که څه هم په دغو هیوادونو کي ئې ډیري پیسي مصرفیږي خو بیا هم پکښي درملنه ښې پایلي لري.

د خصوصي روغتونونو د ټولني مشر امين الله توخي، دا منلي ده چې په افغانستان کي خصوصي روغتونونه له نړيوالو معيارونو سره سم خدمتونه نه شي وړاندي کولای.

دی د افغانستان په خصوصي او دولتي روغتونو کي د معیار ټیټ والي ته په اشاره کولو سره پر حکومت او پارلمان هم د قانون د نه جوړولو له کبله نیوکه کوي.

د توخي په خبره د افغانستان پارلمان په تیرو شپږو کلونو کي نه دئ توانیدلي چي د خصوصي روغتونو پر قانون پریکړه وکړي.

څه موده مخکي افغان ولسمشر حامد کرزي، هم په یوه خبري غونډه کې اعتراف وکړ چې دی پخپله او کورنۍ ئې خپل طبي معاینات د خپلو هندي ډاکټرانو تر نظر لاندي کوي.

جلالزی (دویچه ویله)
کتونکی: مسعود جهش

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب