1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسي جرگې جگړو کې ښکېل کسان وبخښل

۱۳۸۵ بهمن ۱۲, پنجشنبه

د افغانستان ولسي جرگې هغه افغانان او جهادي مشران چې د هېواد د 25 کلنې جگړې په ترڅ کې يې ونډه اخېستې وه او په جگړو کې ښکېل وو، وبخښل او له حقوقي او قضايي تعقيب څخه يې معاف وبلل. دا په داسې حال کې چې د بشر د حقوقو د څارنې ډلو د جنايتکارانو د محاکمه کولو غوښتنه کړې وه.

https://p.dw.com/p/DKAx
د ولسي جرگې استازي په کابل کې
د ولسي جرگې استازي په کابل کېانځور: AP
د دغې پرېکړې له مخې هر هغه څوک چې خپله وسله په مځکه کېږدي او له جگړې څخه لاس واخلي، بخښل کېږي. دغه پرېکړه د چهار شنبې په ورځ وشوه او انتقادکونکي دې ته اشاره کوي چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر او پخوانی لومړی وزير گلبدين حکمتيار، چې اوس د يوې اورپکې ډلې مشري ورپه غاړه ده، هم کولای شي له دغې پرېکړې څخه گټه پورته کړي. د بشر د حقوقو ډلو په افغان حکومت باندې فشار راوستی دی او وايي هغه کسان چې جرمونه او جنايتونه يې کړي دي بايد سزا وويني، په دې کې د هغوی په وينا د ولسي جرگې غړي او د حکومت لوړپوړي چارواکي هم راځي. خو ولسي جرگې غبرگه کړه چې دغه کار د ملي پخلاينې په لور يو مهم گام دی.