ولسي جرگه د دوديزي جرگې په را بللو په یوه خوله نه ده
۱۳۹۰ خرداد ۱۷, سهشنبهد ولسي جرگې د استازو په خبره د امريکا سره د ستراتيژیکو اړيکو د تړون په خاطر د دوديزي جرگې را بلل د اساسي قانون خلاف کار دی.
په ولسي جرگه کي د غزني استازي محمد عارف رحماني وايي چي: دي وايي: « د افغانستان په اساسي قانون کي دوديزه لويه جرګه نه ده تعريف سوې، بلکي په هغه کي مطلق د لويي جرګي يادونه سوې.»
د افغانستان د اساسي قانون په ۱۱۰ ماده کي لويه جرګه داسي تعريف سوې: لويه جرګه د افغانستان د خلکو د ارادې ترټولو ستر مظهر دی او د ملي شورا له غړيو، د ولايتي شورا او ولسواليو د جرګو له رييسانو جوړيږي.
خو يو شمير نورغړي بيا د امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو تړون ډير مهم بولي چي په باور يې د داسي يو مهمي ملي موضوع له پاره د دوديزي لويي جرګې راغوښتل اړين دي.
د ميدان وردگو ولايت استازی شيرولي وايي: « په دوديزه لويه جرګه کي د افغانستان د خلکو ګټي نغښتي دي نو ځکه بايد دې جرګې ته د ملي شورا غړو ترڅنګ مخور قومي مشران هم راوغوښتل سي.»
د ولسي جرگې د سه شنبې د ورځي په غونډه کي وکيلان په دې اړه کومي پايلي ته و نه رسيدل او موضوع د چهارشنبې د ورځي غونډي ته وځنډول سوه.
ولسي جرګه په داسي حال کي د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د تړون له پاره د دوديزي لويي جرګي پر راغوښتلو بحث کوي چي ټاکل سوې صبا د چهارشنبي په ورځ د امريکا ولسمشر بارک اوباما د خپل افغان سيال حامد کرزي سره د يوه ويډيوي کنفرانس له لاري خبري وکړي.
د سپيني ماڼۍ چارواکي وايي چي اوباما له خپلو امنيتي سلاکارانو سره تر خبرو وروسته له افغان ولسمشر سره خبري کوي.
تمه کيږي چي د افغانستان او امريکا ولسمشران به پر نورو امنيتي مسلو سربيره د دواړو هيوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو پر تړون هم خبري وکړي.
په همدي حال کي تيره ورځ د افغانستان د ولسمشر له ماڼۍ څخه د خپاره شوي حکم له مخي ۳۱ کسان د دوديزي لويي جرګي د جوړولو د کمېسيون د غړو په توګه ټاکل شويدي.
ددغه کمېسيون په غړو کي د ملي شورا ، د کابيني پخواني غړي او قومي مشران شامل دي.
اسماعيل شاکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل