د کابل-واشنګټن امنیتي تړون په اړه اندیښنې
۱۳۹۱ آبان ۲۰, شنبه
د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمسیون مشر محمد نور اکبري، د دې جرګې د شنبې ورځې (د ۲۰۱۲ کال د نومبر ۱۰مه نیټه) عمومې غونډې ته وویل چې د امریکا او افغانستان تر منځ د امنیتي تړون پر سر د خبرو اترو په موخه د افغان پلاوي مشري باید د یوه داسې کس پر غاړه وي چې په امنیتي څانګه کې د افغانستان له لومړیتوبونو څخه خبر وي.
د ښاغلي اکبري په وینا په واشنګټن کې د افغان سفیر چې اوس د افغانستان په استازيتوب د دې تړون پر سر د خبرو اترو په حال کې دی په اصل کې د دې کار وړتیا نه لري. هغه زیاته کړه: «افغان حکومت پر دغه تړون باندې د خبرو له پاره یو کمیسیون ټاکلی دی چې مشر یې په امریکا کې د افغانستان سفیر دی. زه فکر کوم چې افغان حکومت باید د دې سند پر سر د خبرو په بهیر کې له امنیتي سکتور څخه یو کس لکه د کورنیو چارو یا دفاع وزیر او یا هم د ملي امنیت رییس شامل کړي.»
د کابل او واشنګټن تر منځ په امنیتي تړون کې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امریکايی ځواکونو د پاتې کیدو، د سرتیرو شمیرې، پوځي اډو، د امریکا له خوا د افغان پوځ د ملاتړ او نورو مسایلو په اړه پر جزییاتو باندې موافقه کیږي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي په واشنګټن کې د افغانستان سفیر اکلیل حکیمي، د هغه پلاوي مشري پر غاړه لري چې د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي سند پر جزییاتو باندې کار کوي.
افغانستان او امریکا تر دې مخکې یو ستراتیژیک سند لاسلیک کړی دی خو په هغه سند کې دا خبره نه ده روښانه شوې چې امریکا به تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پوځي اډې ولري او که نه.